کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د سامسنګ (ايس ٢١) موبايل به څه ډول وي؟ عکسونه يې خپاره شو
سامسنګ ايس ٢١

د سامسنګ (ايس ٢١) موبايل به څه ډول وي؟ عکسونه يې خپاره شو

له تېرو څو ورځو راهيسې د ټېکنالوژۍ بېلا بېلو وېبپاڼو د سامسنګ د راتلونکي ځيرک موبايل (سامسنګ ګليکسي ايس ٢١) عکسونه خپاره کړي و، خو هغه عکسونه په رسمي ډول نه و.

اوس تازه د (ون فيوچر) له لوري د سامسنګ د راتلونکي ځيرک موبايل (سامسنګ ګليکسي ايس ٢١) عکسونه خپاره شوي دي، چې په څلور رنګونو کې ليدل کېږي.

سامسنګ ايس ٢١ ١

د سامسنګ ګليکسي ايس ٢١ په عکسونو کې ليدل کېږي، چې دا موبايل به په تور، ګلابي، سپين او لږ شين رنګونو کې وي، چې بازار ته به وړاندې شي.

د دې ځيرک موبايل په اړه ويل کېږي، چې د ګليکسي ايس ٢١ موبايل شا برخه به د پلاسټيک او د ايس ٢١ پلس او ايس ٢١ الټرا د شا برخه به بيا د شيشې څخه جوړه شوې وي.

سامسنګ ايس ٢١ ٢

څو ورځې وړاندې د برازيل يوې وېبپاڼې (ټيکنو بلاګ) ادعا کړې وه، چې د سامسنګ شرکت د خپلو راتلونکو ځيرکو موبايلونو ګليکسي ايس ٢١، ګليکسي ايس ٢١ پلس او ګليکسي ايس ٢١ الټرا سره چارجر او ګوشکۍ نه ورکوي.

د يادولو وړ ده چې د کوريا د موبايلونو شرکت سامسنګ به خپل دا نوي ځيرک موبايلونه د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په ١٤مه نېټه په (کنزيومر اليکترونيکي غونډه ٢٠٢١) کې نندارې ته وړاندې کړي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …