کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان کرکټ بورډ ته: که ژر تمريناتي کمپ پيل نه شي، له سياليو به لاس په سر او ولس ته به ډېر حقايق بربنډ کړو
اصغر افغان، رحمت الله قريشي او رييس احمدزى

اصغر افغان کرکټ بورډ ته: که ژر تمريناتي کمپ پيل نه شي، له سياليو به لاس په سر او ولس ته به ډېر حقايق بربنډ کړو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د کرکټ بورډ مشرانو ته ګواښ کړى دى، که چېرته ژر ورته تمريناتي کمپونه برابر نه شي، نو ملي لوبډله به له راتلونکو نړيوالو سياليو لاس په سر شي او ولس ته به ډېر حقايق بربنډ کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې پخواني منيجر او ورزشي خبريال ابراهيم مومند په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې په کرکټ بورډ کې څو ورځې وړاندې د يوې غونډې پر مهال د اصغر افغان له اجراييوي مشر رحمت الله قريشي او د کرکټ ډايريکټر رييس احمدزي سره توندې خبرې شوې دي.

اصغر افغان ويلي دي، چې اجراييوي رييس او د کرکټ ډايريکټر ملي لوبډلې ته لازمې اسانتياوې نه دي برابرې کړي او دوى يې د ناړامۍ او تنبلۍ له اړخه ملامت کړي دي.

ابراهيم مومند ليکي: ((اصغر افغان د ملي لوبډلې په استازيتوب د کرکټ بورډ مسوولينو ته ګواښ هم کړى، چې که چېرته په څو ورځو کې ملي لوبډلې ته تمريناتي پيل نه شي، نو له راتلونکو مهم نړيوالو سياليو به لاس په سر شي او ملي لوبډله به ډېر حقايق ولس ته بربنډ ووايي.))

ملي لوبډلې کرکټ بورډ ته ګواښ کړى!

آوازې دي چې د افغانستان کرکټ بورد او ملي لوبډلې تر منځ خورا قوي اختلافات رامنځته شوي…

Posted by Momand Ibrahim on Friday, December 18, 2020

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په ٢٠٢١ کال کې له ډېرو هېوادونو سره نړيوالې سيالۍ لري، دا سيالۍ د اى سي سي له لوري په اېف ټي پي پروګرام کې ځاى شوي دي، چې د ٢٠٢٣ کال نړيوال جام ته د لارموندنې سيالۍ هم دي.

افغانستان چې په راتلونکې جنورۍ مياشت کې د ايرلېنډ سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کوي، تراوسه پورې نه هم لوبډله اعلان شوې ده او نه هم کوم تمريناتي کمپ پيل شوى دى.

بل خوا د افغانستان او هند ترمنځ سيالۍ چې د راتلونکې مياشتې په مارچ مياشت کې ترسره کېدونکې وه، په اړه يې داسې اوازې دي چې دا سيالۍ هم سپتمبر مياشت ته ځنډېدلي دي، خو په سپتمر مياشت کې بيا افغانستان له پاکستان سره هم سيالۍ لري.

تر دې مخکې بيا افغانستان سږکال د اسټراليا سره يوازينۍ ټېسټ لوبه درلوده، چې اسټراليا هغه لوبه ځنډولې ده. افغانستان له تېر څه کم يو کال څخه هېڅ نړيواله سيالي نه ده ترسره کړې.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …