کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ايا دا ډيناسور د خپل وخت (طاوس) و؟
ډيناسور

ايا دا ډيناسور د خپل وخت (طاوس) و؟

ساينسپوهان وايي، چې له نن څخه ١١ کروړه کلونه پخوا يو داسې (ډيناسور مارغه) هم و، چې په خپل ژوند کې د طاوس په څېر و. خو د هغه له مښوکې او غاښونو نه معلومېږي، چې غوښه خوړونکى و.

د راپورونو په وېنا، دې ډيناسور ته د Ubirajara jubatus ساينسي نوم ورکړل شوى دى، چې څو کاله مخکې يې پاتې شونې د برازيل په (کراټو فارميشن) سيمه کې پېدا شوې وې، خو دا د غلو په لاس لګېدلې وې، چې له يو هېواد بل او د بل هېواد څخه بل ته يې انتقالولې.

ډيناسور ١

دا خو معلومه نه ده چې ساينسپوهانو ته د دې ډيناسور پاتې شوني څه ډول ورسېدل او هغوى دا خبرې څه ډول معلومې کړې، خو دومره معلومات شته چې په (اوبيرا جارا) باندې زياتې څېړنې د برېتانيې په (پورټس ماوت) کې ترسره شوې دي، همدا راز د جرمني او مېکسيکو ساينسپوهانو هم په دې څېړنه کې مرسته کړې ده.

د (اوبيرا جارا) پاتې شوني په ډېر ښه حالت کې موندل شوي دي او له دې څخه معلومېږي، د دې (مارغه ډيناسور) اوږدوالى يوازې يو نيم فوټ و، يعنې د اوسنۍ وخت د يوې چرګې هومره.

همدا راز د دې په ټوله ملا باندې د اس غوندې اوږده او پاسته ويښتان ول، د مرۍ شاوخوا يې سخت او تېره هډوکي يا ورته شيان هم و او په مټو يې هم اوږده ويښتان ول، خو غاښونه يې ډېر کوچني او تېره و.

ډيناسور ٢

که د دې بڼې ته وکتل شي نو دا په (جيوراسيک پارک) فلم کې د (ويلوسي ريپټر) په نوم ډيناسور په څېر ښکاره کېږي، خو ساينسپوهان وايي، چې دې ته د ډيناسور پر ځاى که مارغه وويل شي، نو ښه به وي، ځکه د دې ټول بدن له ويښتانو ډک و.

د دې په مرۍ کې چې کوم څه راوتلي و، د دې په اړه ساينسپوهان وايي، چې دا په اصل کې د جنګ لپاره نه و، بلکې دې د (اوبيرا جارا) ښکلا زياته کړې وه.

مخکې ويل کېدل، چې د اوسني وخت د مارغانو پيل د ډيناسورو د وخت څخه وروسته شوى و، خو د (اوبيرا جارا) او د دې په څېر ځينو نور پاتې شوني پېدا کېدو وروسته ويل کېږي، چې مارغان د ډيناسورو په وخت کې هم و.

ډيناسور ٣

په دې اړه شکونه

که څه هم د (اوبيرا جارا) په اړه معلومات په څېړنيزې مجلې (کريټى شيس ريسرچ) په نوې ګڼه کې خپاره شوي دي، چې دا يوه د باور وړ مجله ده، خو بيا هم ځينې خبرې شته، چې په دې اړه يې شکونه راولاړ کړي دي.

تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې د (اوبيرا جارا) تراوسه پورې يوازې يو (فوسل، رکاز) پېدا شوى دى او ټوله څېړنه په همدې شوې ده، د حېرانتيا وړ خبره دا ده، چې دا پاتې شوني په ډېر ښه حالت کې موندل شوي دي، نو که چېرته دا رښتيا وي، نو د برازيل په ياده سيمه کې بايد دا ډول نور پاتې شوني هم پېدا شي.

دا خبره له دې امله هم ډېره مهمه ده، ځکه تر مخکې هم د ځينو جعلي پاتې شونو (fake fossils) پېښې شوې دي، چې په پيل کې دا اصلي ګڼل کېدل، خو وروسته معلومه شوه، چې دا جعلي دي.

ژباړه : خپلواک

دا هم ولولئ

آیا له ځمکې ۱۶۵ نوري کاله لېرې موجود فضایي مخلوق د ځمکې پر لور راروان دي؟

د فضایي مخلوق یا ایلین په اړه به مو ډېرې کیسې او فلمونه لېدلي وي، …