کورپاڼه / بېلا بېل / حبيب نورمحمدوف د بي بي سي د (ورزش د نړۍ غوره ستورى) شو
حبيب نورمحمدوف

حبيب نورمحمدوف د بي بي سي د (ورزش د نړۍ غوره ستورى) شو

د برېتانيې مشهورې رسنۍ بي بي سي د روسيې د ازادو سياليو (اېم اېم اې) مشهور لوبغاړى حبيب نورمحمدوف د ٢٠٢٠ کال د ورزش د نړۍ غوره ستورى ونوماوه.

د بي بي سي د راپور په وېنا، ٣٢ کلن نورمحمدوف ٢٩ مسلکي لوبو کې بريا خپله کړې او ريکارډ يې جوړ کړى دى، هغه د امريکا جيسټن ګيچى د روان کال د اکتوبر په ٢٤مه نېټه په يوه يادګاري لوبه کې مات کړ.

دا د حبيب لپاره ډېره له جذباتو ډکه لوبه وه، ځکه تر دې څو مياشتې مخکې د هغه پلار او روزونکى د کورونا له امله مړ شوى و، همدا لامل و چې دا يې وروستۍ لوبه هم وه او له لوبې وروسته يې خپله استعفا اعلان کړه.


حبيب نورمحمدوف د مکس مارشل ارټ په تاريخ کې تر ټولو غوره لوبغاړى هم منل کېږي، نوموړي په خپل ټول کيرير کې ٢٩ مسلکي لوبې ترسره کړې دي او په ټولو لوبو کې يې بريا خپله کړې ده.

نوموړى د ازادو سياليو (اېم اېم اې) د يوه داسې لوبغاړي په توګه پېژندل کېږي، چې په هېڅ لوبه کې يې ماتې ونه خوړه. جيسټن ګيچي ته په ماتې ورکولو سره په افغانستان کې هم ډېرو خلکو د هغه په بريا خوشحالي څرګنده کړې وه، خو د هغه په استعفا باندې د اېم اېم اې سياليو ډېر مينه وال خپه شوي دي.

د يادولو وړ ده چې حبيب نورمحمدوف د داغستان سيمې اوسېدونکى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه ځیرکې غڼې چې په وچه، اوبو او هوا کې مختلف جالونه جوړوي

د نړۍ د غڼو ډېر ډولونه یې یو ډول جالونه جوړوي، خو اوسمهال په یوه …