کورپاڼه / خپلواک / شاپور ځدراڼ په لوبڅار د نيوکې له امله جريمه شو
شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ په لوبڅار د نيوکې له امله جريمه شو

خپلواک وېبپاڼه (١٤ اکتوبر ٢٠١٩): د شپږيزې کرکټ ليګ د امو نهنګانو لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدراڼ له دې امله جريمه شو، چې ولې يې د لوبې په پاى کې په لوبڅار نيوکه کړې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په خپور شوي يو خبر کې ويل شوي دي، چې د امو نهنګانو لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدراڼ نن د شپږيزې کرکټ ليګ ١٤مې لوبې د پاى په مراسمو کې د لوبې په ترڅ کې د لوبڅار پر پرېکړو نيوکه وکړه او د لوبې د اصولو خلاف څرګندونې يې وکړې، چې وروسته يې بيا خپله سرغړونه هم ومنله او لوبڅارانو نه يې بخښنه وغوښتله.

دوى همدا راز په خپل خبر کې زياته کړې ده، چې نوموړى د لوبې د ريفري د پرېکړې پر بنسټ، د کرکټ د جزا قانون د دويمې درجې سرغړونې له امله د لوبې د فيس ١٠٠ سلنه جريمه شو او د نن لوبې ټول فيس به ترې ګرځول کېږي.

دا هم ولولئ:

جاوېد احمدي په شپږيزه کې نوى ريکارډ جوړ کړ

د راشد خان ټوله لوبډله جريمه شوه

فرهان يوسفزى، د کرکټ بورډ قاطع مشر

نن د شاپور ځدراڼ په مشرۍ د امو نهنګانو لوبډلې محمد نبي په مشرۍ د مس عينک اتلانو لوبډلې سره د لومړي پړاو خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه.

دغه لوبه چې مس عينک اتلانو پکې لومړى توپوهنه وکړه، د امو نهنګانو ته يې د ١٦٣ منډو هدف وټاکه، خو په ځواب کې يې د امو نهنګانو له لوري هم په زړه پورې توپوهنه ترسره شوه، چې د لوبې په وروستيو دوه توپونو باندې ١٠ منډې پکار وې او منير احمد دغه مهال توپوهنې ته ولاړ و.

د وروستي اور پنځم توپ چې وشو، نو هغه وايډ و، له همدې امله منير احمد ونه واهه، تر څو يوه منډه ترلاسه او په راتلونکو دوه توپونو د باونډرۍ هڅه وکړي، خو لوبڅار دغه وايډ ورنکړ، چې يوازې يو توپ پاتې شو او په هغه توپ باندې منير احمد شپږيزه ووهله.

د لوبې تر پاى ته رسېدو وروسته په خپلو خبرو کې شاپور ځدراڼ وويل، چې لوبه د لوبڅارانو د غلطۍ له امله مس عينک اتلانو وګټله. هغه وويل چې دا کرکټ دى او په دې کې بايد چې داسې غلطۍ ونه شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …