کورپاڼه / بېلا بېل / د زمزم اوبو د يخولو لپاره نوى سيسټم، په يو وخت ١٢٠ زره بوتلې يخوي
د زمزم اوبه

د زمزم اوبو د يخولو لپاره نوى سيسټم، په يو وخت ١٢٠ زره بوتلې يخوي

په حرمين شريفين کې د زمزم اوبو د يخولو لپاره نوى سيسټم فعال شوى دى، چې ويل کېږي په ١٨٠ دقيقو کې په يو وخت کې ١٢٠ زره د زمزم اوبو بوتلې يخوي.

د سعودي رسنيو د راپورونو په وېنا، د زمزم اوبو د يخولو د دې نوي کولډ سټوريج پرانيسته شېخ ډاکټر عبدالرحمان السديس وکړه.

په حرمين شريفين کې د اب زمزم يوه څانګه چې (السقيا اداره) هم ورته ويل کېږي، د زمزم اوبو د کوچنيو بوتلونو لپاره په لويه کچه نوى کولډ سټوريج جوړ کړى، چې ويل کېږي په يو وخت پکې ١٢٠ زره د اوبو بوتلونه يخول کېږي.

دا نوى کولډ سټوريج په ١٨٠ دقيقو کې اوبه يخوي.

د زمزم د دې اوبو بوتلونو له يخولو وروسته دا په زايرينو کې تقسيمول کېږي.

د سقيا ادارې مسوول احمد ندوي له سعودي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د زمزم دا يخې اوبه مسجد الحرام ته راتلونکو کسانو ته ورکول کېږي او د دې کار لپاره ٥٠ کسان هم ګمارل شوي دي، چې خلکو ته اوبه ورسوي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا له امله په حرمين شريفين کې ايښودل شوي کولرونه ليرې کړاى شوي دي، تر څو له دې ځايه کورونا خپره نه شي.

د دې کولرونو د ليرې کولو وروسته خلکو ته د اوبو رسولو لپاره يو شمېر کسان ګمارل شوي و، چې هغوى به کولرونه په شا تړلي او په يو ځلي مصرف ګيلاسونو کې به يې خلکو ته اوبه ورکولې.

خو د دې نوي کولډ سټوريج سره به دا چاره لا ډېره اسانه شي او خلکو ته به د زمزم د يخو اوبو بوتلونه رسول کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

آیا پوهېدئ چې اوښ د مار په خوړلو سره د سختې تندې احساس کوي؛ خو بیاهم اوبه نه څښي؟

د مار غوښه د اوښ لپاره ترټولو خوندوره او غوره غذا ده او په ډېر …