کورپاڼه / د لوبو راپورونه / په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټراليا د هند لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه
اسټراليا او هند

په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټراليا د هند لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

اسټراليا په دويمه پاڼۍ کې د هند ټوله لوبډله په ٣٦ منډو وسوځوله او په ډېرې اسانۍ سره يې د هند هدف پوره کړ، چې په ستر توپير يې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د هند لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د هند او اسټراليا ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د دسمبر په ١٧مه نېټه په اډيليډ کې پيل شوې وه، چې په دريمه ورځ پاى ته ورسېده. د لوبې په پيل کې هند پچه ګټلې وه او لومړى يې توپوهنه غوره کړې وه.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٤٤ منډې وکړې، چې ويراټ کوهلي ٧٤، چيتيشور پجارا ٤٣ او اجينکى ريهانى ٤٢ منډې وکړې. همدا راز د اسټراليا له لوري مچل سټارک ٤ او پاټ کومنز ٣ لوبغاړي وسوځول.

اسټراليا په لومړۍ پاڼۍ کې ١٩١ منډې وکړې، چې ټيم پين ٧٣ ناسوځېدلې او مارنوس لابوشين ٤٧ منډې وکړې. د هند له لوري روي چندرن اشوين ٤ او اميش يادو ٣ لوبغاړي وسوځول.

خو هند په دويمه پاڼۍ کې د خپل تاريخ تر ټولو کمزورې توپوهنه ترسره کړه چې ټوله لوبډله يې په ٣٦ منډو وسوځېدله، تر دې مخکې د هند لوبډله په دومره کمو منډو نه وه سوځېدلې، د هند هېڅ لوبغاړى په دې ونه توانېده چې تر ١٠ پورې منډې وکړي.

د اسټراليا له لوري جوش هازلووډ ٥ او پاټ کومنز ٤ لوبغاړي وسوځول.

د ٩٠ منډو هدف د اسټراليا لوبډلې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٨ ويکټو په توپير يې هند ته ماتې ورکړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټيم پين ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې هند او اسټراليا د ٤ ټېسټ سياليو لوبلړۍ ترسره کوي، چې اسټراليا د ١-٠ سره مخکېوالى ترلاسه کړ، دا سيالۍ د اى سي سي نړيوال ټېسټ چيمپينشپ برخه دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دويمه ټېسټ لوبه د دسمبر په ٢٦مه نېټه په ميلبورن کې پيل شي. ښايي په دويمه ټېسټ لوبه کې ويراټ کوهلي ګډون ونه کړي او بېرته هند ته ستون شي.

دا هم ولولئ

هند خپل سرسخت سیال پاکستان ته د ۱۵۲ منډو هدف کېښود

هند په لومړیو کې خپلې دوه ویکټې ډېر ژر له لاسه ورکړې خو وروسته د …