د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکي او ويکټ ساتونکي محمد شهزاد وايي، چې ډېر لېواله دى چې په ټي ټين ليګ کې د دکن ګليډيټرز لوبډلې سره ولوبېږي.
د ټي ١٠ ليګ سيالۍ چې د راتلونکي ٢٠٢١ کال د جنورۍ په مياشت کې په ابوظهبي کې ترسره کېږي، محمد شهزاد يو ځل بيا د دکن ګليډيټرز لوبډلې له ځان سره ساتلى دى.
دکن ګليډيټرز لوبډلې په ټويټر کې د محمد شهزاد يوه ويډيو خپره کړې ده.
Gladiator @MShahzad077 is ready to roar in upcoming season of @T10League.#HumHainDakshin #DeccanGladiators #AbuDhabiT10 #InAbuDhabi pic.twitter.com/BCows6Ja0I
— Deccan Gladiators (@TeamDGladiators) December 19, 2020
نوموړى په ويډيو کې وايي، چې ډېر لېواله دى چې يو ځل بيا د دکن ګليډيټرز لوبډلې لپاره لوبېږي. نوموړي همدا راز د دکن ګليډيټرز څخه مننه هم کړې ده چې هغه يې يو ځل بيا له ځان سره ساتلى دى.
د يادولو وړ ده چې محمد شهزاد باندې يو کلن بندېز لګېدلى و، چې څه وخت وروسته ياد بندېز پاى ته ورسېد او نوموړى په شپږيزه کرکټ ليګ کې هم ولوبېده.
د يادولو وړ ده چې د راتلونکي ابوظهبي ټي ١٠ ليګ لپاره له اوسه لوبډلې لوبغاړي اخلي، چې په دې لړ کې قېس احمد د بنګله ټايګرز او محمد نبي د ډيلي بولز لوبډلو له ځان سره ساتلي دي.