کورپاڼه / خبرونه / پوهېږئ افغانستان په ٢٠٢٠ کال کې څومره نړيوالې لوبې کړي؟
اصغر افغان او انډي بيلبيرني

پوهېږئ افغانستان په ٢٠٢٠ کال کې څومره نړيوالې لوبې کړي؟

د ٢٠٢٠ کال د افغانستان کرکټ لوبډلې لپاره تر ټولو بد کال و، که څه هم په دې کال د کورونا له امله ډېرې نړيوالې سيالۍ په خپل وخت ترسره نه شوې، خو افغانستان د ايرلېنډ سره د ٣ لوبو پرته هېڅ لوبې نه درلودې.

د کورونا له راتګ سره سم په پيل کې ډېرې نړيوالې سيالۍ وځنډېدې، خو وروسته يو ځل بيا د احتياطي تدابيرو سره نړيوالې سيالۍ بېرته پيل شوې، او اوس تقريباً ډېرې لوبډلې خپلې لوبې ترسره کوي.

افغانستان په ٢٠٢٠ کال کې د مارچ په مياشت کې يوازې ٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې په خپل کوربه توب د ايرلېنډ سره ترسره کړې، چې لومړۍ او دويمه لوبه افغانستان وګټله او دريمه لوبه په سوپر اور کې د ايرلېنډ په بريا پاى ته ورسېده.

د افغانستان ټولې سترګې اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام ته وې، چې اصغر افغان، محمد نبي، محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي په بېلا بېلو مرکو کې دا هيله هم څرګنده کړې وه، چې په اسيا جام کې به اتلولي خپله کړي.

خو بدبختانه دواړه جامونه د کورونا له امله لغوه شو او افغانستان نورې هېڅ لوبې نه درلودې.

په ټول کال کې يوازې ٣ شل اوريزې لوبې ترسره کول، له دې څخه په واضحه ډول ښکاره کېږي، چې د افغانستان کرکټ بورډ په ډېر بد وضعيت کې دى او د فرهان يوسفزي په مشرۍ کرکټ ورځ تر بلې له بد حالت سره مخ کېږي.

په ټول ٢٠٢٠ کال کې کرکټ بورډ يوازې همدا يوه خبره په ١٢ مياشتو کې تکرار کړه، چې په ٢٠٢١ کال کې ډېرې سيالۍ لري، خو دا سيالۍ چې په ٢٠١٨ کال کې د اى سي سي له لوري اعلان شوې دي، هم ځينې يې شکمنې دي، ځکه هند سره افغانستان د مارچ په مياشت کې سيالۍ درلودې، خو اوس ويل کېږي چې سپتمبر ته ځنډول شوي دي.

همدا راز افغانستان په ٢٠٢٠ کال کې د اسټراليا سره هم يوه ټېسټ لوبه درلوده، خو اسټراليا ياده لوبه وځنډوله او اوس افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې دا يوازينۍ ټېسټ لوبه به د ٢٠٢١ کال په نومبر مياشت کې ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې د ٢٠٢٠ کال په مارچ مياشت کې د ايرلېنډ سره د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو ترسره کولو ١٠ مياشتې وروسته يو ځل بيا افغانستان د ايرلېنډ سره ٣ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، تېرې لوبې هم د افغانستان په کوربه توب ترسره شوې وې او دا ځل هم سيالۍ د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …