کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کريس ګيل د ټيم ابوظهبي او شاهد اپريدى د قلندرز لوبډلو واخيستل
کريس ګيل او شاهد اپريدى

کريس ګيل د ټيم ابوظهبي او شاهد اپريدى د قلندرز لوبډلو واخيستل

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ په لړ کې تازه د ويسټ انډيز چټک توپوهونکى کريس ګيل او د پاکستان پخوانى الراونډر لوبغاړى شاهد اپريدى د بېلا بېلو لوبډلو له لوري په ايکن کټګورۍ کې واخيستل شو.

د ټي ١٠ ليګ د کريس ګيل په اړه په يو پوسټ کې ويلي دي، چې يونيورس باس کريس ګيل د ټيم ابوظهبي له لوري واخيستل شو، چې په څلورم پړاو کې به ولوبېږي.

دوى همدا راز دا هم ليکلي دي، چې کريس ګيل په نړيوالو سياليو کې تر ټولو زياتې ٥٣٤ شپږيزې وهلې دي، چې تر نورو لوبغاړو زياتې دي.


په يو بل ټويټ کې همدا راز ويل شوي دي، چې د قلندرز لوبډلې د پاکستان پخوانى الراونډر لوبغاړى شاهد اپريدى د ايکن کټګورۍ کې واخيسته.

شاهد اپريدى تر دې مخکې په لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې اخيستى و، چې د يادې لوبډلې لوبډلمشري هم ورپه غاړه وه، خو د ٣ پرلپسې ماتو خوړلو وروسته بېرته په عاجل ډول پاکستان ته ستون شو او وې ويل چې ځينې شخصي ستونزې لري.

د يادولو وړ ده چې محمد نبي، محمد شهزاد او قېس احمد هم د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي.

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ څلورم پړاو د جنورۍ په ٢٨مه نېټه پيلېږي او د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دا هم ولولئ

چینای سوپر کینګز د کلکتې لپاره د ۱۹۳ منډو هدف کېښود

د چینای سوپر کینګز لوبډلې د فاف ډوپلیسي، رتوراج ګیکواډ، روبین اوتاپا او معین علي …