کورپاڼه / بېلا بېل / د هند مسلمانه ډاکټره چې په ١٠ روپۍ د هر چا درملنه کوي
ډاکټر نوري پروين ١

د هند مسلمانه ډاکټره چې په ١٠ روپۍ د هر چا درملنه کوي

په هند کې يوه داسې مسلمانه ډاکټره هم شته، چې پرته له دې چې د چا دين ته وګوري، د هر ناروغ درملنه يوازې او يوازې د ١٠ هندي کلدارو په بدل کې کوي.

دا ډاکټره د اندرا پردېش ايالت په کړپه ولسوالۍ کې خپل شخصي کلينيک لري، چېرته چې د ناروغانو څخه يوازې ١٠ کلدارې فيس اخيستل کېږي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دا مسلمانه ډاکټره نوري پروين نومېږي، چې په خپله هم د يوې غريبې کورنۍ ده، خو هغه په ځاى د دې چې ډېرې پېسې وګټي، د انسانيت خدمت ته يې ملا تړلې ده.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دا ځوانه مسلمانه ډاکټره په خپل کلينک کې پرته له دې چې د چا دين وګوري، د هر مسلمان، هندو، عيسايي او نورو دينونو خلکو درملنه د ١٠ روپيو په بدل کې کوي.

ډاکټر نوري پروين ٢

د هندۍ ورځپاڼې (سياست) د راپور په وېنا، چې ډاکټر نوري پروين په يوه مسابقتي ازموينه کې طب ته بريالۍ شوې وه، چې د زده کړو د بشپړولو وروسته يې د غريبو خلکو خدمت ته ملا وتړله.

ډاکټر نوري پروين د اندرا پرديش په يو کوچني ښار ويجى واړه کې په يوه غريبه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلې ده، زده کړې يې په کپاړه کې ترسره کړي دي او همدلته اوس خپل شخصي کلينيک چلوي.

نوموړې چې د ناروغ څخه يوازې ١٠ روپۍ اخلي، همدا راز هغه ناروغان چې د دې په کلينيک کې بستر کېږي، له هغوى څخه يوازې ٥٠ روپۍ اخيستل کېږي.

ډاکټر نوري پروين ٣

ډاکټر نوري پروين وايي، چې د ورځې ورته شاخوا ٤٠ ناروغان راځي، چې ټول يې د غريبو کورنيو وي.

نوموړې نه يوازې دا چې په ډېرو کمو پېسو د خلکو درملنه کوي، بلکې يوه خېريه موسسه هم لري، چې د کورونا پر مهال يې د ډېرو غريبو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

هوشدار ليونارډو او احمد ولي هوتک

ليونارډو: هوتک زما پر وړاندې ماشوم دى؛ هوتک: هغه څوک ماتوم چې زما د ماتېدو هيله لري

د افغانستان د فري فايټ مشهور لوبغاړى احمد ولي هوتک او د برازيل د فري …