د هندي فلمونو مشهور هنرمند سلمان خان چې په خپل رښتيني ژوند کې يې ډېرې يارانې ساتلې دي، خو اوس چې پنځوس کلونو پورته دى، لا يې هم واده نه دى کړى.
د سلمان خان د واده په تړاو له هغه کيسې خو به حتماً خبر يئ، چې غوښتل يې له جوهي چاوله سره يې واده کاوه، خو پلار يې رد کړ.
اوس تازه د سلمان خان نږدې ملګري او مشهور فلم جوړونکي ساجد ناډياډوالا د سلمان خان د واده په اړه يوه بله کيسه کړې ده.
د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، ساجد ناډياډ والا په يوه ټلويزيوني خپرونه کې د سلمان خان په اړه وويل، چې سلمان خان په ١٩٩٩ کال کې غوښتل چې واده وکړي.
((دا هغه کال و چې د سلمان خان په سر د واده پېرى ناست و، زه هم په دې ورځو کې په نجلۍ پسې ګرځېدم چې واده وکړم. سلمان خان له يوې نجلۍ سره اړيکې درلودې او له هغې سره يې د واده پرېکړه وکړه، د سلمان خان د پلار کليزه د نومبر په ١٨مه ده، نو همدا د واده ورځ هم وټاکل شوه.))
ساجد ناډياډ والا همدا راز وويل، چې د واده لپاره هر څه بشپړ شوي و او د واده کارټونه هم چاپ ته لېږل شوي و، خو له واده پنځه يا شپږ ورځې مخکې د سلمان خان زړه بدل شو او ماته يې وويل: ((نه غواړم واده وکړم، زړه مې بدل شو.))
ساجد ناډياډوالا چې د سلمان خان ډېر پخوانى او نږدې ملګرى دى، هغه وويل، په کومه ورځ چې زما واده و، نو سلمان خان راغى او ماته يې وويل، چې وروستى چانس لرې، موټر مې بهر درولى دى او وتښته.
که څه هم ساجد ناډياډ والا د هغه نجلۍ نوم ښکاره نه کړ، خو داسې ويل کېږي چې سلمان خان په هغه وخت کې له سنګيتا بجلاني سره اړيکې درلودې او ځينو راپورونو کې ويل شوي دي، چې سلمان خان سره دغه نجلۍ دوکه کړې وه، چې سلمان خان له واده څو ورځې مخکې ترې خبر شو او د واده پرېکړه يې بدله کړه.