کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د زوم او ګوګل ميټ مقابلې ته هم رادانګي
وټساپ

وټساپ د زوم او ګوګل ميټ مقابلې ته هم رادانګي

د فېسبوک د پېغام رسولو مشهور اپليکېشن وټساپ تازه اعلان کړى دى، چې د زوم او ګوګل ميټ د مقابلې لپاره به هم مېدان ته راودانګي او نوي بدلونونه به راولي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور په وېنا، د وټساپ يو مسوول ورته ويلي دي، چې د ګوګل ميټ او زوم په څېر سترو شرکتونو د مقابلې لپاره نه يوازې دا چې تيار يو، بلکې په راتلونکي کال کې به په عملي ډول د دوى پر وړاندې مېدان ته هم راکوز شو.

په راپور کې ويل شوي دي، چې ډېر ژر به د هغه خلکو لپاره چې په ډيسک ټاپ (لېپټاپ\کمپيوټر) کې وټساپ کاروي، نوې اسانتيا رامنځته کړو او له هغه وروسته به په کمپيوټر\لېپټاپ کې د وټساپ اپليکېشن کارول لا ډېر اسانه شي.

هغه وايي: ((د ډيسک ټاپ ورژن وتساپ کاروونکو لپاره د غږيزو او ويډيويي زنګونو اسانتيا رامنځته کوو، د دې تر څنګ به د زنګونو وخت زيات شي او همدا راز د ملګرو لوى عکسونه به هم شامل کړو، موږ د ګوګل ميټ او زوم څخه د مخکيوالي لپاره د زنګونو، پېغامونو او ويډيويي زنګونو برخې زياتوو.))

نوموړى همدا راز وايي: ((د زوم په څېر د ډيسک ټاپ په برخه مو له تېرو څو مياشتو راهيسې کار روان کړى دى، چې دا کارونه بشپړ شوي دي او اوس مو ځينو ځانګړو کاروونکو ته په ازمايښتي ډول دا اسانتيا رامنځته کړې هم ده.))

هغه زياتوي: ((زموږ دا نوى ازمايښتي پړاو چې پايله ورکړي او بريالى شي، نو سم له لاسه به موږ دا نوې اسانتيا د وټساپ ټولو کارونکو ته وړاندې کړو.))

په راپور کې ويل شوي دي، چې د وټساپ مسوولين هيله من دي چې د راتلونکي کال په پيل کې به دا اسانتيا عامو کاروونکو ته وړاندې کړي، تر څو په کمپيوټر باندې ليدنې، انلاين زده کړې او خپلې کاروباري ناستې ترسره کړي.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …