کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د ظاهر خان کليزه، پوهېږئ د څو کلونو شو
ظاهر خان

د ظاهر خان کليزه، پوهېږئ د څو کلونو شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى ظاهر خان چې اوسمهال په اسټراليا کې دى، نن يې ٢٢مه کليزه ده.

ظاهر خان پکتين د ١٩٩٨ کال د دسمبر په ٢٠مه نېټه زېږېدلى و، چې په ٢٠١٥ کال کې يې په لومړي ځل فرسټ کلاس او په ٢٠١٩ کال کې يې په لومړي ځل نړيوالې لوبې ترسره کړې.

ظاهر خان که څه هم د افغانستان لپاره تراوسه پورې يوازې ٢ ټېسټ او ١ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړې ده، خو د هغه د ښې توپ اچونې په مټ او ښې وړتيا لرلو له امله نوموړى د نړۍ په بېلا بېلو تجارتي ليګونو کې لوبېږي او هلته ځلېږي.

ظاهر خان چې اوسمهال په اسټراليا کې دى، هلته د بيګ باش ليګ سياليو کې د ميلبورن سټارز لوبډلې سره لوبېږي. که څه هم نوموړي تراوسه پورې په کومه لوبه کې ګډون نه دى کړى، ځکه هغه کرنټين و او ښايي د يادې لوبډلې په راتلونکې لوبه کې ولوبېږي.

تېر کال ظاهر خان د بيګ باش ليګ کې د بريسبين هيټ لوبډلې سره لوبېدلى و، خو يوازې د پيل لوبو کې ولوبېده او کله چې مجيب الرحمان د بريسبين هيټ سره يو ځاى شو، نو ظاهر خان بېرته هېواد ته راستون شو.

خو سږکال د ميلبورن سټارز لوبډلې هغه د ټول ليګ لپاره اخيستى دى، يعنې تر پاى پورې به له دوى سره ولوبېږي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Melbourne Stars (@starsbbl)


د ميلبورن سټارز لوبډلې په ټولنيزو رسنيو کې د ظاهر خان يو عکس خپور کړى دى او هغه ته يې د ٢٢مې کليزې مبارکي ورکړې ده. په عکس کې ليدل کېږي، چې ظاهر خان د يوې ويکټې تر اخيستو د نڅا په ډول خوشحالي څرګندوي. ميلبورن سټارز ليکلي دي، چې موږ د نڅا دې ډول ته ډېر ژر په تمه يو.

ظاهر خان ته په ټولنيزو رسنيو کې هم خلکو د کليزې مبارکي ويلې ده.


د يادولو وړ ده چې ظاهر خان په ٢ ټېسټ لوبو کې ٥، ١ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې کې ٢ ويکټې ترلاسه کړې دي، همدا راز هغه ٥٥ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې دي چې ٦٧ ويکټې يې اخيستي دي او په يوه لوبه کې يې د ١٩ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي هم سوځولي دي.

د دې تر څنګ نوموړي ١٤ فرسټ کلاس لوبو کې ٦٩ او ١٦ ليسټ اې لوبو کې ٣٤ ويکټې اخيستي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ناصر جمال

د ملي لوبډلې لوبغاړى ناصر جمال ٢٧ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى ناصر جمال نن ٢٧ کلن شو، هغه چې د …