کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / بيګ باش: د راشد خان لوبډله نن بله لوبه ترسره کوي
راشد خان

بيګ باش: د راشد خان لوبډله نن بله لوبه ترسره کوي

د بيګ باش تجارتي ليګ کې د راشد خان اړوند لوبډله اډيليډ سټرايکرز نن له سډني سيکسرز سره په لوبه کې مخ کېږي. دا لوبه چې په هوبارټ کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ١٢:٤٥ بجې به پيل شي.

اډيليډ سټرايکرز تر دې مخکې دوه لوبې ترسره کړې دي او دا يې دريمه لوبه ده، تر دې مخکې دواړه لوبې يې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې سره ترسره کړې وې، چې لومړۍ لوبه کې يې ماتې او دويمه کې يې بريا خپله کړه.

راشد خان په دواړو لوبو کې ډېر ښه نه دى ځلېدلى، خو دوه ويکټې يې ترلاسه کړې دي.

په لومړۍ لوبه کې راشد خان په ٤ اورونو کې ٣٨ منډې ورکړې او ١ ويکټ يې واخيسته، همدا راز په توپوهنه کې بيا په لوموړي توپ په صفر وسوځېده.

په دويمه لوبه کې نوموړي د ٤ اورونو په ترسره کولو سره ٢٧ منډې ورکړې او ١ ويکټ يې واخيسته، په دې لوبه کې بيا پيډل سيډل ٥ لوبغاړي سوځولي و.

بلخوا سډني سيکسر هم تر دې مخکې دوه لوبې ترسره کړې دي، چې يو لوبه کې يې بريا خپله کړې ده، خو په بله لوبه کې د ماتې تر څنګ يې بيا هم ١ نومره ترلاسه کړې وه.

نن به وليدل شي، چې راشد خان څو ويکټې اخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځى

لنکا پريمئير ليګ: نن رحمان الله ګربز د حضرت الله ځاځي سره مخ کېږي

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې نن دوه لوبې ترسره کېږي، چې په …