کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نيوزيلېنډ په دويمه لوبه کې پاکستان ته شرموونکې ماتې ورکړه
کين ويليمسن او ټيم سيفرټ

نيوزيلېنډ په دويمه لوبه کې پاکستان ته شرموونکې ماتې ورکړه

د محمد حفيظ د ٩٩ ناسوځېدلو منډو هم پاکستان له ماتې ونه ژغورلى شو، نيوزيلېنډ د ټيم سيفرټ او کين ويليمسن په زبردسته توپوهنه پاکستان ته د ٩ ويکټو په ستر توپير ماتې ورکړه او له دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د پاکستان او نيوزيلېنډ ترمنځ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه په هملټن کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې د پاکستان لوبډلمشر شاداب خان پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

پاکستان که څه هم کمزورى پيل وکړ، خو وروسته يې ښه توپوهنه ترسره کړه، په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٣ منډې وکړې.

د دوى له لوري محمد حفيظ ښه توپوهنه ترسره کړه چې د ٥ شپږيزو او ١٠ څلوريزو په مټ يې په ٥٧ توپونو ٩٩ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز محمد رضوان ٢٢ او خوشدل شاه ١٤ منډې وکړې.

محمد حفيظ

د يادولو وړ ده چې دا د محمد حفيظ په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې تر ټولو زياتې منډې هم دي.

د نيوزيلېنډ له لوري ټيم ساوټي ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې د ٢١ منډو په ورکولو سره ٤ لوبغاړي وسوځول، اش سودي او جېمز نيشام هم ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٦٤ منډو هدف د نيوزيلېنډ لوبډلې د ١ لوبغاړي په سوځېدو په ١٩.٢ اورونو کې پوره کړ او د ٩ ويکټو په ستر توپير يې په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم بريا خپله کړه.

د نيوزيلېنډ له لوري ټيم سيفرټ د ٣ شپږيزو او ٨ څلوريزو په مټ په ٦٣ توپونو ٨٤ ناسوځېدلې، کين ويليمسن د ١ شپږيزې او ٨ څلوريزو په مټ په ٤٢ توپونو ٥٧ ناسوځېدلې او مارټين ګوپټيل ٢١ منډې ترلاسه کړې.

د پاکستان له لوري فهيم اشرف ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټيم ساوټي ته ورکړل شوه، چې په نننۍ لوبه کې يې ٤ پاکستاني لوبغاړي سوځولي و.

د يادولو وړ ده چې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ د نيوزيلېنډ لوبډلې په ٢-٠ سره په خپل نوم کړه. د دې لړۍ دريمه او وروستۍ لوبه به د دسمبر په ٢٢مه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

انګلستان د نېوزیلېنډ لوبډلې ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه

د انګلستان او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ په تمریناتي یا وارم اپ لوبه کې انګلستان لوبډلې …