کورپاڼه / بېلا بېل / د بابري جومات په بدل کې د جوړېدونکي جومات نقشه او ډيزاين خپور شو
نوى جومات

د بابري جومات په بدل کې د جوړېدونکي جومات نقشه او ډيزاين خپور شو

د اندو اسلاميک کلتوري بنسټ له لوري د هغه نوي جوړېدونکي جومات، چې د بابري جومات په بدل کې جوړېږي، نقشه او ډيزاين له خلکو سره شريک شوى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د بابري جومات له ځاى څخه شاوخوا ٢٥ کلومتره ليرې په دهني کلي کې د سترې محکمې د پرېکړې سره سم نوى جومات جوړېږي.

د دې جومات د جوړېدو لپاره د اندو اسلاميک کلتوري بنسټ جوړ شوى دى، چې تر پاى پورې به يې ټولې چارې له نږدې څخه څاري.

د جومات کومه نوې نقشه او ډيزاين چې خپور شوى دى، د هغې له مخې دا جومات به بالکل په پرمختللې بڼه جوړ شوي او د بابري جومات يا د پخواني تعميراتو هېڅ بڼه به ونه لري.

په لکنو کې يوې خبري ناستې ته د ياد بنسټ مسوولينو وويل، چې کله دا پروژه منظوره شي او کار يې پيل شي، نو له هغه وروسته به د ٢ کالو په موده کې بشپړ شي.

د دې نوي جوړېدونکي جومات په اړه ويل شوي دي ،چې په يو وخت به پکې تر ٢ زرو کسانو پورې لمونځ ادا کړاى شي، دا به د سرکل په بڼه کې جوړ شي، چې تر بابري جومات به لوى او له هغه څخه به ډېر بدل وي.

همدا راز دا هم ويل شوي دي، چې د دې جومات د بنسټ ډبره به د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په ٢٦مه نېټه کېښودل شي، ځکه دا ورځ په هند کې د جمهوريت د ورځې په نوم لمانځل کېږي.

بل خوا بيا په ايوديا کې د بابري جومات پر ځاى د رام مندر (د هندوانو عبادتځى) جوړېدو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي، چې د بنسټ ډبره يې د اګست په مياشت کې نريندر مودي په خپلو لاسونو ايښې وه.

بابري جومات

بابري جومات شاليد

د يادولو وړ ده چې بابري جومات په ١٥٢٨ کال کې د مغلو په وخت کې جوړ شوى و، هندوانو ادعا درلوده چې دا ځاى له جومات څخه مخکې د دوى د (رام) د زېږېدنې ځاى و او دلته له جومات څخه مخکې مندر (د هندوانو عبادتځى) و.

د انګليسانو پر مهال هم د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ په دې ځاى لانجه روانه وه او له هغه وروسته کله چې هندوستان خپلواکي ترلاسه کړه، هم په دې ځاى لانجې دوام وکړ.

په ١٩٨٠ کال کې د هند د بهارتيه جنتا ګوند يو مشر ايل کى اډواني د بابري جومات پر ځاى د رام مندر د جوړولو غورځنګ پيل کړ. په ١٩٩٢ کال کې سختدريځه هندوان له ټول هند څخه ايوديا ته راغونډ شو او بابري جومات يې شهيد کړ.

په دې ډېرې شخړې هم وشوې، خو وروسته دا قضيه محکمې ته لاړه او محکمې د ٢٠١٩ کال د نومبر په ٩مه نېټه پرېکړه وکړه، چې دا ځاى د هندوانو د مندر ځاى دى او بايد دلته مندر جوړ شي او همدا راز مسلمانانو ته يې د جومات لپاره د يو بل ځاى د ورکولو امر وکړ.

که څه هم يو شمېر مسلمانانو د دې پرېکړې مخالفت کړى و، خو د هند د سني وقف بورډ له لوري دا پرېکړه ومنل شوه او د نوي جومات د جوړېدو لپاره ځمکه قبوله شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

څېړنه: په غېږ کې نېول مو له ناروغیو ساتي او اوږد ژوند در په برخه کوي

د کورونا له ویروس څخه وېره په دومره اندازه کې ده، چې د یوې وروستۍ …