کورپاڼه / خپلواک / راشد خان: اوس د واده اراده نه لرم
راشد خان

راشد خان: اوس د واده اراده نه لرم

خپلواک وېبپاڼه (١٥ اکتوبر ٢٠١٩): د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي، چې اوس د واده اراده نه لري.

راشد خان د افغانستان يو له هغه مخکښو لوبغاړو څخه دى، چې نه يوازې په افغانستان کې ډېر مينه وال لري، بلکې په ټوله نړۍ کې يې ډېر زيات مينه وال دي.

هغه ځوان دى او لا يې واده نه دى کړى، همدا لامل دى چې د هغه په مينه والو کې د نجونو شمېر هم ډېر دى، خو هغه په خپله تازه مرکه کې بيا ويلي دي، چې اوس يې د واده هېڅ اراده نشته دى.

د راشد خان ټوله لوبډله جريمه شوه

لس بالران چې په کم عمرۍ کې يې هېټريک وکړ

فرهان يوسفزى د کرکټ بورډ قاطع مشر

د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او د نړۍ مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان په خپله وروستۍ ټلويزيوني مرکه کې دا خبره کړې ده، هغه وايي چې تر راتلونکو ٤ يا ٥ کلونو پورې د واده کولو هېڅ اراده نه لرم.

نوموړى په خپلو خبرو کې زياتوي، چې لومړى هدف يې دا دى چې افغانستان ته ډېر څه ترلاسه کړي، ځکه چې اوس د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ مسووليت هم په غاړه لري.

هغه د خپل واده په تړاو په دغه مرکه کې ويلي دي، چې کله وخت راورسېدو، نو هر څه به وشي.راشد خان ١

د يادولو ده چې راشد خان د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ تر څنګ په شپږيزه کرکټ ليګ کې د بند امير ښامارانو لوبډلې لوبډلمشر هم دى، چې تېره ورځ يې د ګلبدين په مشرۍ د بوست ساتونکو لوبډلې ته د ١٠٩ منډو په ستر توپير ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې د راشد خان لوبډلې دوه لوبغاړو، جاوېد احمدي او نجات مسعود ستر ريکارډونه جوړ کړل. جاوېد احمدي دويم توپوهونکى شو چې سليزه يې ووهله او همدا راز د شپږيزې کرکټ ليګ د تاريخ تر ټولو زياتې ١١٧ منډې يې هم وکړې. بل لوري ته بيا نجات مسعود د ٢٢ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي وسوځول، چې دا د شپږيزې کرکټ ليګ دويمه غوره توپ اچونه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …