کورپاڼه / د لوبو راپورونه / اډيليډ سټرايکرز دويمه ماتې هم وخوړه
راشد خان

اډيليډ سټرايکرز دويمه ماتې هم وخوړه

د سډني سيکسرز لوبډلې د ښې توپوهنې او توپ اچونې په مټ د اډيليډ سټرايکرز لوبډلې ته د ٣٨ منډو په توپير ماتې ورکړه او دويمه بريا يې هم په خپل نوم کړه.

د بيګ باش ليګ ١١مه لوبه د سډني سيکسرز او اډيليډ سټرايکرز لوبډلو ترمنځ په هوبارټ کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې اډيليډ سټرايکرز پچه وګټله او لومړى يې د سډني سيکسرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سډني سيکسرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې ډينيل کريسچين ٥٠، ډينيل هافس ٤٦ ناسوځېدلې، جېمز وينس ١٩ او جېک ايډورډز ١٧ منډې وکړې.

د اډيليډ سټرايکرز له لوري ډينيل اورال او ويس اګر ٢-٢ لوبغاړي وسوځول او راشد خان هم ١ ويکټ واخيسته، هغه په ٤ اورونو کې ٣٤ منډې ورکړې.

د ١٧٨ منډو هدف په تعقيب د اډيليډ سټرايکرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٩ منډې وکړې او د ٣٨ منډو په توپير يې دويمه ماتې هم وخوړه.

د دوى له لوري جوناتن ويلس ٣٦ ناسوځېدلې، پيل سالټ ٢٨ او جېک ويدرالډ ٢٧ منډې وکړې. راشد خان هم په ١٣ توپونو ١١ منډې وکړې.

د سډني سيکسرز له لوري سټيو اوکيفي، کارلوس برېتويټ او بينيامين مانينتي ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزهز ډينيل کريسچين ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې دا د سډني سيکسرز دريمه لوبه وه او دويمه بريا يې خپله کړه، همدا راز د اډيليډ سټرايکرز هم دريمه لوبه وه، چې له دويمې ماتې سره مخ شوه.

د بيګ باش ليګ ١٢مه لوبه به د دسمبر په ٢٢مه نېټه د سډني تنډر او پرت سکاچرزر لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

کريس ګيل او معين علي

چيناى سوپر کنګز هم لومړۍ بريا خپله کړه

چيناى سوپر کنګز ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه چې د پنجاب کنګز لوبډله يې …