کورپاڼه / ريکارډونه / راشد خان له شاهين اپريدي مخکې شو
راشد خان او شاهين شاه اپريدى

راشد خان له شاهين اپريدي مخکې شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى راشد خان په ٢٠٢٠ کال کې د زياتو ويکټو اخيستو په برخه کې د پاکستاني چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي څخه بېرته مخکې شو.

په روان ٢٠٢٠ کال کې درې لوبغاړو په شل اوريزو لوبو کې پنځوس يا تر پنځوس زياتې ويکټې اخيستي دي، چې حارث روف، راشد خان او شاهين اپريدى پکې شامل دي.

شاهين شاه اپريدى چې د پاکستان سوپر ليګ سياليو کې ښه لوبېدلى و، له راشد خان څخه د ويکټو په برخه کې مخکې شوى و، چې راشد خان يو ځل بيا له شاهين اپريدي څخه مخکې شو.

راشد خان

راشد خان چې نن يې د بيګ باش لوبه کې ١ ويکټ ترلاسه کړه، له دې سره يې په ٢٠٢٠ کال کې په شل اوريزو لوبو کې ټولې ٥١ ويکټې واخيستې، همدا راز شاهين اپريدي بيا په روان کال کې ٥٠ ويکټې اخيستي دي.

په ٢٠٢٠ کال کې په شل اوريزو لوبو کې تر ټولو زياتې ويکټې د پاکستان توپ اچونکي حارث روف اخيستي دي، نوموړي په ٣٤ لوبو کې ٥٥ لوبغاړي سوځولي دي.

همدا راز راشد خان په ٤٢ لوبو کې ٥١ او شاهين شاه اپريدي په ٣٦ لوبو کې ٥٠ ويکټې ترلاسه کړې دي.

له دوى پرته محمد عامر په ٣٦ لوبو کې ٤٢، کريس جورډن په ٤١ لوبو کې ٤٠، شاداب خان په ٣١ لوبو کې ٣٨، مستفيظ الرحمان په ١٨ لوبو کې ٣٦، سميت پټيل په ٤٣ لوبو کې ٣٦، جسپريت بوومرا په ٢٣ لوبو کې ٣٥، کاګيسو رباډا په ٢٢ لوبو کې ٣٣ او مجيب الرحمان بيا په ٢٧ لوبو کې ٣١ ويکټې اخيستي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

نور احمد لکڼوال

نور احمد لکڼوال په بيګ باش ليګ کې تاريخ جوړ کړ

د افغانستان کم عمره لوبغاړى نور احمد لکڼوال چې نن يې په بيګ باش ليګ …