کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ٩ کلن ماشوم د دويم ځل لپاره په يوټيوب کې د کال تر ټولو زياتې پېسې ګټلي
ريان کجي

٩ کلن ماشوم د دويم ځل لپاره په يوټيوب کې د کال تر ټولو زياتې پېسې ګټلي

مشهورې امريکايي مجلې (فوربز) د يوټيوب په برخه کې د هغه کسانو ليسټ خپور کړى دى، چې په ٢٠٢٠ کال کې يې تر نورو زياتې پېسې ګټلې دي.

د تېر کال په څېر سږکال هم د يوټيوب ٩ کلن ماشوم ريان کجي تر ټولو زياتې پېسې ګټلې دي.

هغه په ٢٠١٩ کال کې په يوټيوب کې تر ټولو زياتې پېسې ګټلې وې، نوموړي ٢٦ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي و. ٩ کلن ريان کجي په يوټيوب کې د ماشومانو د لوبو شيانو او ګېمونو په اړه تبصرې کوي او همدا راز ځينو نورو برخو کې هم ويډيوګانې خپروي.

ريان کجي د Ryan’s World په نوم د يوټيوب چېنل چلوي، چې د ماشومانو لپاره ډېر په زړه پورې چېنل دى، نوموړى د ماشومانو لپاره په بېلا بېلو برخو کې ويډيوګانې جوړوي.

٩ کلن ريان د امريکا په ټېکساس کې ژوند کوي، د يوټيوب څخه يې ٢٩.٥ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي دي او د دې تر څنګ يې بيا د ماشومانو د لوبو شيانو او کاليو په برخه کې هم ٢٠٠ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي دي.

نومړي په دې وروستيو کې د يو ټلويزيون سره هم تړون کړى دى.

د ريان کجي يوه ويډيو چې تر ټولو زياته کتل شوې ده، له ٢ ميلياردو څخه زيات ځلې ليدل شوې ده او د يوټيوب په تر ټولو زياتو ٦٠ ليدل شويو ويډيوګانو کې شامله ده.

د (دي ګارجين) ورځپاڼې د راپور په وېنا، د ماشومانو لپاره د لوبو شيان جوړونکي شرکتونه له ريان سره اړيکې نيسي، تر څو د دوى په نويو شيانو ويډيوګانې جوړې کړي.

ريان په يوټيوب کې دومره مشهور شوى دى، چې اوس په خپله يو برانډ دى.

په ٢٠٢٠ کال کې له ريان وروسته جيمي ډونلډ ډېرې پېسې ګټلي دي، چې د مسټر بيسټ په نوم هم پېژندل کېږي. هغه ٢٤ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي دي.

له هغه پرته په يوټيوب کې ډوډ پرفيکټ ٢٣ ميليونه، ريټ اېنډ لنک ٢٠ ميليونه، مارک پلر ١٩.٥ ميليونه، بريسټن ارسمنټ ١٩ ميليونه، اناستاسيا ١٨.٥ ميليونه، سټيون جان ١٧ ميليونه، ډيوډ ډوبرک ١٥.٥ ميليونه او جيفري سټار ١٥ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي دي.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …