کورپاڼه / هنر او کلتور / انيل کپور: فلمونو کې د کار په غوښتنه شرم نه راځي
انيل کپور ١

انيل کپور: فلمونو کې د کار په غوښتنه شرم نه راځي

د هندي سينما مشهور هنرمند انيل کپور په فلمي نړۍ کې څلور لسيزې پوره کړې، نومړى چې اوس ٦٣ کلن دى، په دې څلور لسيزو کې يې په فلمونو کې هر ډول کردارونه ولوبول.

نوموړي ټول کردارونه داسې لوبولي دي، چې اوس هم مشهور دي، هغه که د (وه سات دن) فلم پرېم پرتاب سينګ و، که د (رام لکهن) لکهن يا د (نايک) شيواجي راو يا هم د (ويلکم) مجنون، دا نه يوازې ډېر کامياب دي، بلکې اوس هم خلکو ته په ياد دي.

په دې فلمونو کې ډېر داسې کردارونه هم دي، چې هغه د فلم جوړونکو څخه په خپله يې غوښتنه کړې ده، ځينې داسې هم شوې دي، چې نورو هنرمندانو له کار کولو انکار کړى دى او انيل کپور بيا د هغه کردارونو ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

انيل کپور ٤

په نويمه لسيزه کې پرلپسې ١٣ بريالي فلمونو کې کار کوونکى هنرمند انيل کپور د بي بي سي سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې زما لپاره د بريا لار همدا ده، چې د يو فلم خپرېدو وروسته راته بل فلم کې د کار کولو وړانديز شوى.

نوموړى وايي، فلم پېسې ګټي او که نه، زه په دې اړه ډېر فکر نه کوم او د فلم خپرېدو وروسته سم له لاسه د بل فلم ثبت ته ځم، که کله راته چا ويلي دي، چې ستا دغه فلم خو پېسې ونه ګټلې، نو ما به ورته ويل، چې دا وګوره، دا ډېر ښه فلم دى، خلک به يې ډېر خوښ کړي.

د نوموړي اوس دا په ياد نه دي چې ١٣ پرلپسې کاميابو فلمونو کې يې کار کړى دى، هغه وايي، زما دا په ياد دي چې په ١٩٧٧ کال کې مې په لومړي ځل فلم کې کار وکړ او اوس مې ٤٠ کلونه پوره شو. زه اوس هم د ښو فلم جوړونکو څخه د کار د غوښتنې په برخه کې نه شرمېږم.

انيل کپور ٣

انيل کپور وايي، انوراګ کېشپ يو فلم جوړولو او په هغه فلم کې يې د بدمعاش کردار کرن جوهر ته ورکړ، ما هڅه کړه چې له انوراګ کېشپ سره خبرې وکړم، خو ونه شوه، ما ويل سهي ده، کله خو به زما وخت هم راشي.

نوموړى وايي، هر څوک له يو بل سره کار کول غواړي او کله چې ستاسې زړه پاک وي، نو بيا وخت راځي. اوس نوموړى له انوراګ کېشپ سره په (اى کى ورسز اى کى) فلم کې کار کوي.

انيل کپور وايي، وشونات (ايشور) فلم جوړولو او ما د ممبۍ په يو هوټل کې وليدلو، هغه راته وويل، چې زه يو فلم جوړوم چې کمل هاسن پکې کار کوي او د فلم لارښود به راج کپور وي.

نوموړى وايي، ما راج کپور پېدا کړ او ورته مې وويل، چې ته فلم جوړوې او که کمل هاسن په دې فلم کې کار نه کوي، نو زه ورته تيار يم، کله چې کمل هاسن هغه فلم ونکړ، نو ما پکې کار وکړ.

انيل کپور ٢

انيل کپور وايي، چې په (نايک) فلم کې کار هم هغه غوښتى و، د فلم جوړونکو غوښتل چې په دې فلم کې عامر خان يا شاه رخ خان واخلي، خو ما ورته وويل، چې که دوى دا فلم ونکړ، زه ورته تيار يم.

انيل کپور چې ټول عمر يې په فلمونو او رښتيني ژوند کې هم برېت پرېښي دي، د يش چوپړه د فلم لپاره يې خپل برېتونه هم خرييلي و، هغه وايي، چې يش چوپړه فلم جوړولو او ما ورته وويل، چې په دې کې ما واخله، نو هغه راته وويل چې ستا عمر ډېر دى او دې کردار کې به ښه رانه شې، ما ورته وويل، چې زه هر څه ته تيار يم، بيا راته هغه وويل، چې برېت خرييلى شي، ما ورته وويل، بالکل.

د يادولو وړ ده چې د دسمبر په ٢٤مه نېټه د انيل کپور کليزه ده او په همدې ورځ د هغه نوى فلم (اى کى ورسز اى کى) په نېټ فليکس وېبپاڼه باندې خپرېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

صوفيه کېف

صوفيه کېف: سپى انسان ته بې شرطه مينه ورزده کوي

د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې او موډله صوفيه کېف چې د پاکستان په اسلام اباد …