کورپاڼه / روغتيا / ککړه هوا د ګردو لپاره هم خطرناکه ده
ککړه هوا

ککړه هوا د ګردو لپاره هم خطرناکه ده

چینایي ساینسپوهانو موندلې چې د هوا ککړتیا یوازې د سږو او زړه لپاره خطرناکه نه وي، بلکې د ګردو د همیشنۍ ناروغۍ لامل هم ګرځي. ویل کېږي چې ساینسپوهانو دغه دعوه له ۴۷۰۰۰ زرو څخه په زیاتو بالغو کسانو له څېړنې وروسته کړې ده.

یاده دې وي چې په هوا کې د موجودې ککړتیا وړې ذرې چې ۲.۵ مایکرو میتره یاهم له دې وړې وي، پي ایم ۲.۵ (پارټیکیولیټ میتر ۲.۵) ورته وایي، چې د روغتیا له پلوه یې د اندښنې وړ ګڼل کېږي.

ویل کېږي که څه هم یوه خوا همدغه ذرې زموږ د بدن سږو ته ځان رسوي او د تنفسي ناروغیو سبب ګرځي، نو بله خوا د زړه د ناروغیو لامل هم کېږي.

دغه راز دا وړې ذرې دومره خطرناکې وي، چې د روغتیا نړیواله ادارې یې په کال کې یوازې ۱۰ مایکرو ګرامه مکعب میتره د تشویش وړ نه بولي، چې د ورځې له ۲۵ مایکرو ګرامو مکعب میترو سره برابرېږي.

د بیجنګ په پیکنګ پوهنتون کې د ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د هوا د ککړتیا د ذرو او د اغېرو په اړه تجزیه ترسره شوې او پایله کې یې معلومه کړې چې د ککړتیا دغه ذکر شوې ذرې د ګردو لپاره ډېرې خطرناکې وي، چې د همیشنۍ ناروغۍ لامل یې هم ګرځېدلی شي.

ویل کېږي چې په څېړنه کې د شاملو کسانو څخه ۵۱۰۰ (۱۰.۸ سلنه) یې د ګردو په همیشنۍ ناروغۍ اخته ول. دغه راز دا هم وموندل شوه چې د هوا ککړتیا که چېرته په پي ایم ۲.۵ باندې ۱۰ مایکرو ګرامه مکعب میتر هم ډېره شي، نو د ګردو د ناروغیو خطر بېخي ډېروي.

ساینسپوهانو وایي، چې د حکومت پالیسۍ جوړونکو ته پکار ده، چې په دې برخه کې باید حساس واوسي، ترڅو د هوا د ککړتیا له زیانونو څخه وژغورل شو.

د پورتنۍ څېړنې مکمل راپور The American Society of Nephrology ژورنال په نوې ګڼه کې خپور شوی دی.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …