کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د هندي فلمونو هنرمندې ته مبارکي ورکړې

راشد خان د هندي فلمونو هنرمندې ته مبارکي ورکړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په خپل انسټاګرام کې د هندي فلمونو يوې هنرمندې سنجيده شېخ ته د کليزې مبارکي ورکړې ده.

خو راشد خان د هندي فلمونو هنرمندې سنجيده شېخ سره څه اړيکه لري؟

په دې اړه چې موږ هڅه وکړه، نو معلومه شوه، چې له راشد خان سره د سنجيده شېخ خاوند عامر علي مرکه کړې وه او راشد خان يې مېلمه کړى هم و.

راشد خان او سنجيده شېخ ١

د راشد خان، عامر او سنجيده شېخ عکسونه هم شته، چې عامر علي په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي و.

راشد خان چې اوسمهال په اسټراليا کې دى او هلته د بيګ باش سياليو کې لوبېږي، د خپل انسټاګرام په سټوري کې د سنجيده شېخ يو عکس خپور کړى دى او هغې ته يې مبارکي ورکړې ده.

راشد خان او سنجيده شېخ

د راشد خان د انسټاګرام دا سټوري سنجيده شېخ په خپل انسټاګرام سټوري کې هم خپره کړې ده او له راشد خان څخه يې مننه کړې ده.

سنجيده شېخ او راشد خان

سنجيده شېخ چې نن ٣٥ کلنه شوه، په ١٩٨٤ کال کې د دسمبر په ٢٠مه نېټه په کويټ کې زېږېدلې ده، خو په اصل کې د هند د ګجرات سيمې ده.

نوموړې د يوې ممثلې تر څنګ نڅاګره او د ټلويزيوني خپرونو کوربنه هم ده، چې په ٢٠٠٣ کال کې يې په فلمي نړۍ کې قدم ايښى دى.

راشد خان، عامر علي او راشد خان

سنجيده شېخ په مشهورو هندي فلمونو (باغبان، پنک، نوابزادى، تايش او کالي خوهي) کې کار کړى دى، همدا راز د (کن فيکون) په نوم يو بل فلم يې په ٢٠٢١ کال کې راروان دى.

همدا راز په ډېرو سريالونو او سندرو کې يې هم کار کړى دى.

دا هم ولولئ

د افغانستان کرکټ بورډ

کرکټ بورډ د کورني سیالیو د لوبغاړو فیسونه ۴۰ سلنه زیات کړل

د افغانستان کرکټ بورډ د لیسټ اې او لومړۍ درجه لوبو کې د لوبغاړو د …