کورپاڼه / جالب / یو فرانسوي په کنګل کې د زیات وخت تېرولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ
د کنګل ريکارډ

یو فرانسوي په کنګل کې د زیات وخت تېرولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

د فرانسې یو اوسېدونکي په کنګل کې د زیات وخت تېرولو نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی.

تاسې به په خپلواک وېبپاڼه کې د ډېرو جالبو، نا اشنا او حېرانوونکو ریکارډونو په اړه لوستي وي، نن د یو بل نړیوال ریکارډ په اړه درسره معلومات شریکوو چې حېران به مو کړي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د فرانسې اوسېدونکي رومین واندندورپ په واوره کې د زیات وخت تېرولو نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی.

۳۴ کلن رومین وندندورپ دا ریکارډ تېره ورځ، د دسمبر په ۱۹مه نېټه په واترلوس ښار کې جوړ کړ.

په راپورونو کې راغلي، چې نوموړی د ۲ ساعتونو، ۳۵ دقیقو او ۲۳ ثانیو لپاره په کنګل کې پاتې شو.

رومین د نړیوال ریکارډ جوړولو څخه وروسته په خپلو خبرو کې وویل، چې د دې ریکارډ د جوړولو موخه يې د ماشومانو د سرطان سره د مبارزې لپاره پېسې راټولول دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې یو سړي په کنګل کې ۱ ساعت او ۵۵ دقیقې تېرې کړې وې، چې د نوموړي یاد ریکارډ تېره ورځ مات شو او رومین تر هغه ۴۰ دقیقې زیات وخت په کنګل کې تېر کړ.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …