کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د سامسنګ لومړنى موبايل چې ٥ کمرې لري
پنځه کمرې لرونکى موبايل

د سامسنګ لومړنى موبايل چې ٥ کمرې لري

د جنوبي کوريا د موبايلونو مشهور شرکت سامسنګ په لومړي ځل د ٥ کمرو لرونکى ځيرک موبايل سامسنګ ګليکسي ايس ٢١ الټرا راتلونکې مياشت کې وړاندې کوي.

تر دې مخکې سامسنګ په ٢٠١٨ کال کې په لومړي ځل د ٤ کمرو لرونکى موبايل ګليکسي اى ٩ وړاندې کړى و.

د سامسنګ د دې نوي فليګ شپ موبايل ګليکسي ايس ٢١ په اړه خو له ډېر وخت راهيسې خبرونه راځي، خو په يو تازه راپور کې د دې موبايل په اړه ډېر معلومات خپاره شوي دي.

ايس ٢١ الټرا

په دې نويو معلوماتو کې د دې موبايل د کمرو په اړه خبرې شوې دي، په ځانګړې توګه ګليکسي ايس ٢١ الټرا، چې ويل کېږي په شا به يې ٥ کمرې لګېدلي وي.

په دې کمرو کې د اپټيکل زوم لپاره د ٣ ايکس او ١٠ ايکس ټيلي کمرې ورکول شوي دي، همدا راز په دواړو کې د سټيبلايزېشن اسانتيا هم شته.

له دې پرته د ١٠٨ ميګا پکسل کمره هم لري، چې ٢٤ ايم ايم لينز به ورسره وي او اټو فوکس به هم ولري. همدا راز ١٢ ميګا پکسل کمره به يې الټرا وايډ ١٢٠ ډګري منظر هم تاسې ته ښايي، په دې کې به هم اټو فوکس وي، خو د پنځمې کمرې په اړه يې معلومات نه دي ورکړل شوي.

د دې موبايل مخې ته به هم ٤٠ ميګا پکسل کمره وي.

ايس ٢١ الټرا ١

له کمرې پرته په دې نويو معلوماتو کې ويل شوي دي، چې ايس ٢١ الټرا کې به ٦.٨ انچه شيشه وي، دا موبايل په همدا راز د قلم يا پين اسانتيا هم ولري، خو له موبايل سره به نه وي او تاسې به يې بيل اخلئ.

د يادولو وړ ده چې په ځينو راپورونو کې دا هم ويل شوي دي، چې سامسنګ د ايپل په قدم قدم ږدي او د ايس ٢١ لړۍ موبايلونو سره چارجر نه ورکوي.

سامسنګ شرکت په رسمي ډول څه نه دي ويلي چې د ګليکسي ايس لړۍ دا موبايلونه به کله وړاندې کړي، خو په ځينو راپورونو کې ويل شوي دي، چې د جنورۍ په ١٤مه نېټه به وړاندې شي.

تراوسه پورې د دې موبايلونو د بيې په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د چورلکې په څېر الوتونکی موټر جوړېږي + ویډیو

د امریکې د موټر جوړولو یو شرکت د یو داسې موټر جوړولو باندې کار پیل …