کورپاڼه / خبرونه / پاکستانۍ لوبډله بد وضعيت کې؛ بابر اعظم او امام الحق له لومړۍ ټېسټ لوبې هم بهر شو
بابر اعظم او امام الحق

پاکستانۍ لوبډله بد وضعيت کې؛ بابر اعظم او امام الحق له لومړۍ ټېسټ لوبې هم بهر شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم او مهم لوبغاړى امام الحق له شل اوريزو لوبو وروسته د نيوزيلېنډ پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې څخه هم بهر شو.

بابر اعظم او امام الحق چې د تمريناتو پر مهال يې ګوتې ټپي شوې دي، دواړه د نيوزيلېنډ پر وړاندې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو څخه بهر شو، چې پاکستان يې له تاوان سره مخ کړ.

نيوزيلېنډ په دواړو شل اوريزو لوبو کې پاکستان ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې هم په خپل نوم کړه، وروستۍ شل اوريزه لوبه يې لا پاتې ده.

د کريک انفو د راپور په وېنا، بابر اعظم او امام الحق د نيوزيلېنډ پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې څخه هم بهر شوي دي، چې د دسمبر په ٢٦مه نېټه پيلېږي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د پاکستان مرستيال لوبډلمشر محمد رضوان به په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د لوبډلې لوبډلمشري وکړي.

همدا راز پاکستان ٢٤ کلن عمران بټ په ١٧ کسيز سکواډ کې شامل کړى دى، چې په قائد اعظم ټرافۍ کې يې تر ټولو زيات ٩٣٤ منډې کړې وې.

د يادولو وړ ده چې بابر اعظم نه يوازې دا چې د پاکستان ملي لوبډلې لوبډلمشر دى، بلکې په اوس وخت کې نوموړى د پاکستانۍ لوبډلې د ملا تير او تر ټولو مخکښ توپوهونکى هم دى، چې د هغه په نه شتون به نيوزيلېنډ ته خامخا ګټه ورسېږي.

د لومړۍ ټېسټ لوبې لپاره د پاکستاني لوبغاړو نوملړ: محمد رضوان (لوبډلمشر)، عابد علي، اظهر علي، فهيم اشرف، فواد عالم، حارث سهيل، عمران بټ، محمد عباس، نسيم شاه، سرفراز احمد، شاداب خان، شاهين اپريدي، شان مسعود، سهيل خان او ياسر شاه.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (3)

پرونۍ لوبه کې د تاريخ جوړولو وروسته رحمان الله ګربز څه وايي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک پيليز توپوهونکي او ويکټ ساتونکي رحمان الله ګربز پرون …