کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د ملي لوبډلې لوبغاړى ناصر جمال ٢٧ کلن شو
ناصر جمال

د ملي لوبډلې لوبغاړى ناصر جمال ٢٧ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى ناصر جمال نن ٢٧ کلن شو، هغه چې د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي، روزونکي او اوس د کرکټ ډايريکټر رييس احمدزي ورور دى، په ٢٠١٤ کال کې يې په لومړي ځل د افغانستان لپاره په نړيوالو لوبو کې ګډون کړى دى.

ناصر جمال لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړې وه، چې ٢٨ منډې يې ترلاسه کړې وې. همدا راز نوموړى تېر کال د ويسټ انډيز پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې هم لوبېدلى و، چې په دوه پاڼيو کې يې ١٧ منډې ترلاسه کړې وې.

ناصر جمال د افغانستان لپاره ١ ټېسټ او ١٦ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي. نوموړي د ٢٧.٠٧ په اوسط په يو ورځنيو لوبو کې ٣٥٢ منډې کړې دي، چې ٣ پنځوسيزې يې هم وهلي دي او په يوه لوبه کې يې ٥٣ زياتې منډې دي.

د افغانستان ملي لوبډلې تر څنګ ناصر جمال د افغانستان ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې، بوست زون، بند امير زون او بند امير ښامارانو لوبډلې لپاره هم لوبېدلى دى.

ناصر جمال چې په مډل ارډر کې توپوهنه کوي، ښي لاسى توپوهونکى دى او ليګ بريک توپ اچونکى دى.

نوموړي ٢٠ فرسټ کلاس، ٥١ ليسټ اې او ٢٨ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړي دي.

په فرسټ کلاس لوبو کې هغه ١١٣١، په ليسټ اې لوبو کې ١٣٣٩ او په شل اوريزو لوبو کې بيا ٤٢٠ منډې ترلاسه کړې دي. همدا راز نوموړي په فرسټ کلاس کې ٣ او په ليسټ اې کې ٢ سليزې وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ابراهيم ځدراڼ

ملي لوبغاړى ابراهيم ځدراڼ ١٩ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان پيليز توپوهونکى ابراهيم ځدراڼ نن ١٩ کلن شو، نوموړى …