خپلواک وېبپاڼه (۱۵ اکتوبر ۲۰۱۹): په هلمند ولایت کې یوې مېرمنې د کرکټ د زده کړې په اړه کتاب لیکلی دی.
دغه مېرمن چې عایشه عمري نومېږي، وايي وايي دغه کتاب يې په دوه ژبو لیکلی او ۸ میاشتو کې يې بشپړ کړی دی.
عایشه عمري په خپلو خبرو کې وايي، چې دغه کتاب ته يې د (بېټ او بال) نوم ورکړی دی او د دې په لوستو سره به لوستونکي د کرکټ د لوبې په اړه په ډېر څه پوه شي.
دغه هلمندۍ مېرمن وايي، چې دغه کتاب د قوي ماخوذونو څخه لیکلی، خو په وینا يې چې د چاپ لپاره يې پېسې نه لري.
عایشې عمري د افغانستان کرکټ بورډ او نورو سوداګرو څخه غوښتنه کړې ده، چې د دغه کتاب په چاپ کې دې ورسره مرسته وکړي.
عايشه عمري وايي د ورزش د نورو برخو لپاره يې هم د کتابونو د ليکلو لپاره هڅې پيل کړي دي.
د یادولو ده چې په وروستۍ لسیزه کې په افغانستان کې کرکټ ډېره وده وکړه او زیات مینه وال يې پېدا کړل، ځکه په دغه کلونو کې د افغانستان ملي لوبډلې هم نه هېرېدونکې کارنامې ترسره او د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب يې ترلاسه کړ.
همدا راز په دې موده کې د کرکټ د زده کړې، معلوماتو او تاریخ په تړاو بېلا بېل کتابونه هم ولیکل شو، چې ځینې يې خلکو خورا خوښ کړل.