کورپاڼه / بېلا بېل / ننګرهار کې د ځوانانو د هڅونې په موخه د باسکټبال سيالۍ وشوې
باسکټبال

ننګرهار کې د ځوانانو د هڅونې په موخه د باسکټبال سيالۍ وشوې

په ننګرهار ولايت کې د ځوانانو د استعدادونو د رابرسېره کولو او د هغوى د هڅونې په موخه د باسکټبال سيالۍ ترسره شوې، چې د ننګرهار عالي لېسې پکې اتلولي خپله کړه.

د ننګرهار ولايت مقام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د ننګرهار ولايت پوهنې رياست اړوند د بدني روزنې امريت له لوري د جلال اباد ښار شپږو لېسو ترمنځ د باسکټبال سيالۍ وشوې، چې درې ورځې يې دوام وکړ او د ننګرهار عالي لېسې په بريا پای ته ورسېدې.

په دې خبرپاڼه کې زياته شوې، د پوهنې رياست بدنې روزنې امر ډاکتر مير احمد خالد وايي دا سیالۍ د ځوانو استعدادونو رابرسیره کولو او هڅونې په موخه د جلال اباد ښار د شپږو لېسو تر منځ پېل شوې وې چې درې ورځې یې دوام وکړ.

نوموړي وويل، چې پای لوبې ته د ننګرهار او میاعمر لېسو ټیمونو لار ومونده، چې لوبه د درې نومرو په توپیر د ننګرهار عالي لېسې د ټیم په ګټه تمامه شوه.

د پای لوبې پر مهال د پوهنې وزارت د بدنې روزنې او روغتیا رئيس  محمد اکبر عمرخېل  په خپلو خبرو کې ځوانان لوبو ته وهڅول او زياته يې کړه سالمه تفریح او ورزش له بې لاربو څخه دژغورنې او روغې سټې یواځينۍ لار ده.

عمر خېل وویل هڅه به وکړي چې دا او دې ته ورته نورې سیالۍ هم زده کوونکو لپاره برابرې کړي.

په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

Loading...

دا هم ولولئ

په مصر کې د دویم واده لپاره د میرمنې اجازه اړینه ګڼل شوې، کنه نو…

د مصر حکومت د میرمنو له اجازې پرته پر نارینه وو د دویم واده بندیز …