کورپاڼه / خبرونه / د نیوزیلینډ له لاسه په ماتو مصباح الحق مایوسه او شعېب اختر غصه دی
مصباح الحق او شعېب اختر

د نیوزیلینډ له لاسه په ماتو مصباح الحق مایوسه او شعېب اختر غصه دی

د نيوزيلېنډ لوبډلې په لومړۍ او دويمه نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د پاکستان لوبډلې ته پرلپسې ماتې ورکړې او له دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه، د نيوزيلېنډ څخه په لوبلړۍ کې د ماتې خوړلو وروسته مصباح الحق مايوسه او شعېب اختر غصه دى.

په دويمه لوبه کې نيوزيلېنډ د ٩ ويکټو په ستر توپير پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

د پاکستان ملي لوبډلې روزونکى مصباح الحق وايي، چې نيوزيلېنډي لوبغاړو د خپل کنډيشن ډېره ګټه واخيسته، موږ ته پکار دي چې په انفرادي او د ټيم په پرفارمنس کې ښه والى راولو.

نوموړي وويل، چې د شل اوريزو په پرتله د ټېسټ لوبو لپاره مو تجربه کاره لوبغاړي غوره کړي دي او هيله ده چې په ټېسټ لوبو کې به پاکستان کم بېک وکړي او لوبغاړي به ښه وځلېږي.

هغه همدا راز د لوبډلمشر بابر اعظم په اړه وويل، چې د لومړۍ ټېسټ لوبې د پيلېدو پر مهال به د بابر اعظم د ټپي کېدو ٢ اونۍ پوره شي او په داسې وخت کې هغه په لوبه کې اخيستل ښه نه دي، نو ځکه د هغه په ځاى به محمد رضوان لوبډلمشر وي.

بل خوا د پاکستان ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شعېب اختر بيا په لوبغاړو سختې نيوکې کړې دي او ويلي يې دي، چې ټولو مايوسه کړى دى. هغه په ځانګړې توګه د عبدالله شفيق او حېدر علي نومونه اخيستي دي او ويلي يې دي، چې له دوى څومره هيلې وې، هغه يې پوره نه کړې.

شعېب اختر وويل، توپوهونکو چې څه ډول شاټونه ووهل، هغه د حېرانتيا وړ و، زموږ د لوبغاړو توپوهنه بېخي له عقل نه بهر وه، دوى دې ته نه کتل چې د مخالفې لوبډلې توپ اچونکي څه غواړي، دلته يوازې ځاى پېدا کول او څلوريزه وهل و چې ډېر اسانه و.

نوموړي همدا راز پاکستاني توپوهونکو ته وويل، که چېرته تاسې ته دا هم ويل شوي و، چې چټکه توپوهنه ترسره کړئ، نو د دې هم دا معنا نه ده چې په پټو سترګو توکلي شاټونه ووهئ.

د يادولو وړ ده چې د نيوزيلېنډ او پاکستان ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو دريمه يا وروستۍ لوبه سبا د دسمبر په ٢٢مه نېټه ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

اشرف غني او محمد نبي

اشرف غني له کپتان محمد نبي سره په ټیلیفون خبرې وکړې

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بریا وروسته …