کورپاڼه / روغتيا / د ریحان یا کشمالي چای ذهني فشار له منځه وړي
د کشمالو چاى

د ریحان یا کشمالي چای ذهني فشار له منځه وړي

ریحان یا کشمالي هغه بوټی دی، چې پخپل جوړښت کې د روغتیا لپاره ډېرې حیرانوونکې ګټې لري. دغه راز دا بوټی د ښه خوند او بوی لرونکی هم دی، چې په مختلفو لارو یې پخپلو خوراکي توکو کې شاملولی شو. د ریحان یا کشمالی یوه ښه طریقه دا هم ده، چې چای ور ځنې تیار شي. یعنې که چېرته د چای مینوال یئ، نو یو ځل یې خامخا د تیارولو کوښښ وکړئ، ترڅو یې له ګټو څخه برخمن شئ.

د ریحان یا کشمالي د چای حېرانوونکې ګټې په لاندې ډول بیانوو.

د ذهني فشار په له منځه وړلو کې مرستندویه تمامېږي:

ویل کېږي چې د ریحان یا کشمالی چای د انسان پر رواني یا ذهني روغتیا ښه اغېزې کوي، چې څښل یې د ارام سبب ګرځي او ذهني فشار له منځه وړي. د څېړنو له مخې ویل کېږي، چې د ریحان یا کشمالی چای د نا آرامۍ نښې نښانې له منځه وړي.

د بندونو په درد د اخته کسانو لپاره ګټور وي:

ویل کېږي چې ریحان یا کشمالي سوخت او د  بندونو د درد په کنټرول کې مرستندویه تمامېږي، چې ډاکتران یې هم په ذکر شوې ناروغۍ د اخته کسانو لپاره د ریحان د چای د څښلو لارښوونه کوي.

د وینې د شکر سطحه برابره ساتي:

د څېړنو له مخې موندل شوې ده، چې ریحان یا کشمالي د وینې د شکر سطحه او د شکر د دویم ډول ناروغۍ د نښو په کنټرول کې ګټور تمامېږي.

دفاعي سیستم ځواکمنوي:

ریحان یا کشمالي له هغه بوټو څخه ګڼل کېږي، چې د دفاعي سیستم په ځواکمنول کې مرسته کوي او همدغه دفاعي سیستم د مختلفو ناروغیو په مخنیوي کې اغېزمن تمامېږي.

د کلیسټرول سطحه کموي:

ویل کېږي چې د کلیسټرولو خرابه سطحه د زړه د ناروغیو بنسټسزه وجه ده. که چېرته ریحان یا کشمالی پخپلو خوراکي توکو کې شامل کړو، نو همدغه ریحان به د خرابو کلیسټرول سطحه راکمه کړي.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …