کورپاڼه / روغتيا / د ادرکو یا زنجبیلو یوه بله حېرانوونکې ګټه
ادرک

د ادرکو یا زنجبیلو یوه بله حېرانوونکې ګټه

که څه هم د ادرکو یا زنجبیلو له ډېرو روغتیایي ګټو او اغېزو څخه یې خبر یو، خو اوسمهال یې ساینسپوهانو یوه داسې حیراوونکې ګټه ښودلې ده، که چېرته ور باندې پوه شو، نو ضرور به یې پخپلو خوراکي توکو کې شامل او استعمال کړو.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې ساینسپوهان وایي، چې د دوی د څېړنې له مخې ثابته شوې ده، چې د زخمونو او ټپونو له درد یا سوخت څخه د ژغورلو لپاره د ادرکو یا زنجبیلو استعمال له پراسیټامول او ایبروفین څخه ډېر اغېزمن تمامېږي. دغه راز د هغه ناروغانو لپاره هم ګټور ګڼل کېږي، چې د بندونو له درد یا سوخت سره مخ یا ترې کړېږي.

پورتنۍ څېړنه په ایټالیا کې د فارماسیوټیکل شرکت د ویلیجا (Velleja) د ساینسپوهانو لخوا ترسره شوې. د څېړونکو ډلې مشر ډاکتر فرانسسکو ډي پیرو ویلي دي. چې د بندونو په سوخت او درد، التهاب، زخم یا د ټپونو د درد په درملنه کې ادرک یا زنجبیل ډېر زیات ګټور تمامېږي، چې د پراسیټامول او ایبروفین په پرتله یې جانبي عوارض یا زیان رسوونکې اغېزې هم د نشت برابرې دي.

څېړونکي زیاتوي، چې دوی دغه څېړنه په پنځوسو هغه کسانو یا لوبغاړو ترسره کړې، چې د لوبې پرمهال به ډېر زیات زخمي یا ټپي کېدل. ویل کېږي چې ذکر شوو کسانو ته یې پراسیټامول ایبروفین هم ورکړي ول، چې په پایله کې یې د زخمونو درد په پوره توګه له منځه نه و تللی او په شپاړس سلنو یې ضرر رسوونکې اغېزې هم کړې وې.

ددې پر خلاف هغه کسان چې ادرک یا زنجبیل ورکړل شوي ول، زخمونه یا ټپونه یې هم زر ښه شول او د جانبي عوارضو اغېزې یې هم یوازې څلور سلنه وې. دغه راز څېړونکې دا هم وایي، چې د ادرکو یا زنجبیلو استعمال د سرطان او د زړه د ناروغیو لپاره بېخې ګټور تمامېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …