کورپاڼه / خبرونه / د اصغر افغان ګواښ کار وکړ، ننګرهار کې تمريناتي کمپ پيلېږي
نجيب الله ځدراڼ او اصغر افغان

د اصغر افغان ګواښ کار وکړ، ننګرهار کې تمريناتي کمپ پيلېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو تمريناتي کمپ په روانه اونۍ کې د ننګرهار په جلال اباد کې پيلېږي، چې ډېر لوبغاړي اوسمهال جلال اباد ته رسېدلي هم دي.

که څه هم کرکټ بورډ په دې تړاو تراوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو د ځينو سرچينو په وېنا، چې په همدې ورځو کې به د راتلونکو سياليو لپاره په جلال اباد کې تمريناتي کمپ پيل شي.

بل خوا يو شمېر لوبغاړو هم جلال اباد ته د تګ او له جلال اباد څخه خپل عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي، چې له دې څخه ښکاره کېږي، چې په جلال اباد کې په همدې ورځو کې د ملي لوبډلې تمريناتي کمپ پيلېږي.

د ځينو سرچينو په وېنا، چې په دې تمريناتي کمپ کې به ٢٥ لوبغاړي ګډون وکړي او دا تمريناتي کمپ راتلونکې مياشت د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو لپاره ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ د رسنيو څانګې تر دې مهاله پورې نه هم د لوبغاړو نوملړ اعلان کړى دى او نه يې هم د ياد تمريناتي کمپ په اړه کوم معلومات ورکړي دي.

د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې ځينو سرچينو معلومات ورکړي و، چې په کرکټ بورډ کې د يوې غونډې پر مهال د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د کرکټ ډايريکټر رييس احمدزي او اجراييوي رييس رحمت الله قريشي ته ګواښ کړى و، که په نږدې ورځو کې تمريناتي کمپ چمتو نه شي، نو له راتلونکو سياليو به لاس په سر شي او ملي لوبغاړي به ولس ته ډېر حقايق بربنډ کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

شاهد اپريدي د اى سي سي په قانون نيوکې وکړې

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي د کرکټ نړيوالې شورا (اى …