کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د اى پي ايل ٢٠٢١ بولي په فبرورۍ مياشت کې په کوچنۍ بڼه کېږي
اى پي ايل

د اى پي ايل ٢٠٢١ بولي په فبرورۍ مياشت کې په کوچنۍ بڼه کېږي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د ٢٠٢١ کال ١٤م پړاو لپاره په لويه کچه د بولۍ پروګرام نه ترسره کېږي، بلکې د فبرورۍ په مياشت کې به په کوچنۍ بڼه د بولۍ پروګرام ترسره شي.

د هند کرکټ بورډ سږکال د اى پي ايل نوې لوبډلې بولۍ ته نه وړاندې کوي او ويل کېږي چې د ٢٠٢٢ کال لپاره به د بولۍ پروګرام بيا په لويه کچه ترسره شي.

په دې اړه ښايي د هند کرکټ بورډ د دسمبر په ٢٤مه نېټه په خپله کلنۍ غونډه کې اعلان وکړي.

د هند کرکټ بورډ يو مسوول انسايډ سپورټ وېبپاڼې ته ويلي دي، چې اوس وخت ډېر کم دى او په لويه کچه د بولۍ پروګرام ترسره کول ممکن نه دي، همدا راز ځينې نورې ستونزې هم شته دى. سږکال به په ډېره کوچنۍ بڼه د بولۍ پروګرام ترسره شي، چې لوبډلې به پکې ځينې لوبغاړي واخلي. د بولۍ نېټه او نورې چارې لا نه دي وروستۍ شوي.

د انسايډ سپورټ د راپور په وېنا، د هند کرکټ بورډ ځينو سرچينو ورته ويلي دي، چې په کوچنۍ بڼه د بولۍ دا پروګرام به د فبرورۍ په مياشت کې ترسره شي.

په راپور کې ويل شوي دي چې د هند کورنۍ شل اوريزې سيالۍ سيد مشتاق علي به د جنورۍ د ١٠مې څخه تر ٣١مې نېټې پورې ترسره شي او دا به د اى پي ايل لوبډلو لپاره ښه چانس وي، چې نوي ځوانان پېدا کړي.

دا هم ولولئ

اصغر افغان

اصغر افغان: دا ځل به نړیوال جام کې تر فاینل پورې لاره پېدا کوو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکینی کپتان او په نړیوال شل اوریز جام کې د …