کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان د روڼتيا څار سازمان مشر له کرکټ بورډ نه شکايت کړى
د افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان د روڼتيا څار سازمان مشر له کرکټ بورډ نه شکايت کړى

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو ته نه ورکولو په برخه کې تورن شوى دى او د افغانستان د روڼتيا څار سازمان مشر له کرکټ بورډ څخه په رسمي ډول شکايت کړى دى.

سيد اکرام افضلي، چې د افغانستان د روڼتيا څار سازمان مشر دى، په ټويټر کې په يو ټويټ کې ليکلي دي، چې کرکټ معلومات ته لاسرسى نه ورکوي. هغه وايي، چې د هرې ادارې لپاره د داخلي څار يا د پلټنې څانګه ضروري برخه ده او که رښتيا هم کرکټ بورډ دغه څانګه له منځه وړي وي، نو بايد چې په اړه يې وضاحت ورکړل شي.

هغه په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې د کرکټ بورډ څخه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره يې اطلاعاتو ته د لاسرسي فورمه هم ډکه کړې ده، خو کرکټ بورډ مثبت ځواب نه دى ورکړى.

د سيد اکرام افضلي په وېنا، چې اوس يې اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون ته د افغانستان کرکټ بورډ څخه په رسمي ډول شکايت کړى دى.


د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ باندې تل دا نيوکې کېږي، چې معلومات له خلکو پټ ساتي او هغه ضروري معلومات، چې بايد له ولس سره شريک شي، نه شريکېږي.

په دې برخه کې د افغانستان کرکټ بورډ رسمي وېبپاڼه هم له ډېرو معلوماتو څخه نيمګړې ده او يوازې تر خبري راپورونو پورې محدوده ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګه هم په وخت معلومات له رسنيو سره نه شريکوي. تازه مثال يې دا دى، چې په ننګرهار کې د ملي لوبغاړو تمريناتي کمپ پيلېږي، چې ډول لوبغاړي جلال اباد ته رسېدلي هم دي، خو د کرکټ بورډ له لوري يې تراوسه پورې معلومات نه دي خپاره شوي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز مينه والو ته پېغام لري + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک پيليز توپوهونکى او ويکټ ساتونکى چې د ابوظهبي ټي …