کورپاڼه / روغتيا / د پښتیو په اړه په زړه پورې معلومات
پښتۍ

د پښتیو په اړه په زړه پورې معلومات

ویل کېږي چې پښتۍ زموږ د بدن له هغه غړو څخه دي، چې زموږ وجود ته یې یو مکمل جوړښت یا شکل ورکړی دی او د همدې پښتیو په وسیله د بدن ټول هډوکي سره نښتي دي، چې د وجود د غړو ساتنه کوي. خو راځو دې ته چې نن ورځ د پښتیو په اړه په زړه پوري معلومات ولولو.

  • پښتۍ زموږ په بدن کې د یو روبوټ په شکل سره دنده ترسره کوي، چې د همدغه پښتیو په حرکت سره بیا د ټول وجود هډوکي خورېږي.

  • کله چې انسان ساه اخلي، سینه یو څه پراخېږي، چې پښتۍ یې د پراخېدلو لپاره ځای برابروي. دغه راز کله چې ساه اخلو د سینې په دننه کېدلو او بهر کېدلو کې هم مرسته کوي.

  • آیا د ښځینه و پښتۍ د نارینه و په پرتله ډېرې وي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې ویل کېږي، چې ښځې د نارینه په پرتله ډېرې پښتۍ لري. خو حقیقت دادی چې د نارینه و او ښځینه و د پښتیو په شمېر کې توپیر نه وي او په دواړو یعنې ښځه او نر کې دولس، دولس جوړې پښتۍ موجودې وي، خو د ښځینه و پښتۍ د نارینه په پرتله ۱۰ سلنه کوچنۍ وي.

  • په ځینو وختونو کې داسې هم پېښېږي، چې یو انسان دې دیارلس جوړې پښتۍ ولري.

  • ویل کېږي، چې د ځینو لوبغاړو او د کښتۍ چلوونکو د پښتیو د ماتېدلو خطر ډېر وي.

  • ترټولو په زړه پورې یې دا چې په ځینو مواردو کې د پرنجي او د ټوخي په سبب د پښتیو د ماتېدو خطر هم وي.

  • په عموم کې د انسان په اسکلیټ کې دولس جوړې پښتۍ وي، چې له خېټې پورته خواته موقعیت لري او بېلابېل نومونه لري لکه حقیقي پښتۍ یعنې له اولې څخه تر اوومې پورې، چې د ملا له تیر څخه سیده سینې پورې نښتې وي، مصنوعي پښتۍ یعنې له اتمې څخه تر لسمې چې سیده سینې پورې نه وي نښتي او تېرېدونکې پښتۍ یعنې یوولسمې او دولسمې پښتۍ چې یوازې د ملا په تیر پورې نښتي وي.

Loading...

دا هم ولولئ

نعناع

نعناع یا ویلنی د نیم سري (د نیم سر درد) په درملنه کې اغېزمن وي

د نعناع یا ویلني استعمال خو هسې هم د روغتیا لپاره په پوره اندازه ګټور …