کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د امريکايي پوځيانو د مازغو لوستلو نا اشنا پروژه
امريکايي پوځي

د امريکايي پوځيانو د مازغو لوستلو نا اشنا پروژه

د امريکا پوځي اداره په يوې داسې نا اشنا پروژه باندې کار کوي، چې له امله به يې د پوځيانو مازغه لوستل کېږي او هغوى ته به نېغ په نېغه هدايات هم ورکول کېږي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکا پوځي ادارې په دې پروژه باندې ميليونه ډالر مصارف کړي دي او غواړي يو داسې نوښت وکړي، چې له امله يې د پوځيانو مازغه ولوستلى شي او همدا راز نېغ په نېغه ورته د مازغو له لارې لارښوونې او هدايات هم ورکړي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د دې پروژې يو ساينسپوه وايي، چې هغه په مازغو کې د پېدا کېدونکو سګنلونو له يو بل څخه بيلولو په برخه کې بريالى شوى دى.

هغه وايي، يو هغه ډول سګنلونه دي چې يوازې معلومات لېږدوي، همدا راز دويم ډول سګنلونه بيا هغه دي، چې د هغې له لارې لارښوونه يا هدايات ورکول کېداى شي.

د دې څېړنې اصلي هدف دا دى، چې په مازغو کې پېدا کېدونکو سګنلونو د بېلا بېلو ډولونو تر څنګ د هر سګنل ځانګړې معنا هم معلومه شي، تر څو وروسته د همدې سګنلونو په مرسته بيا پوځيانو ته د لفظي حکمونو پر ځاى دماغي حکمونه ورکړل شي.

په دې پروژه کې به د هغه ټولو سګنلونو چې په مازغه کې راپېدا کېږي، څخه هم په بشپړ ډول پېژندګلو وشي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په دې پروژه باندې د امريکا پوځ په يو کال کې تر ٦.٢ ميليونو زيات ډالر مصرف کړي دي. دا پروژه به کله بشپړه شي، په دې اړه تراوسه پورې هېڅ معلومات نشته، خو پوهان دا يوه انقلابي پروژه ګڼي.

دا هم ولولئ

آیا له ځمکې ۱۶۵ نوري کاله لېرې موجود فضایي مخلوق د ځمکې پر لور راروان دي؟

د فضایي مخلوق یا ایلین په اړه به مو ډېرې کیسې او فلمونه لېدلي وي، …