د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان نن خپله ٣٣مه کليزه لمانځي، خو لکه د افغان ملي لوبډلې د ځينو نورو لوبغاړو په څېر د اصغر افغان د زېږېدو نېټه هم دوه ځايونو کې بيله بيله ليکل شوې ده.
کرکټ بورډ تېر کال هم د اصغر افغان کليزه د دسمبر په ٢٢مه نېټه په کرکټ بورډ کې لمانځلې وه او سږکال يې هم د اصغر افغان په اړه نن د کليزې پوسټ کړى دى او هغه ته يې د ٣٣مې کليزې مبارکي ورکړې ده.
خو بل خوا بيا په کريک انفو کې د اصغر افغان کليزه د دسمبر ٢٦مه نېټه وه، يعنې څلور ورځې وروسته به د ٣٣ کلونو شي.
اصغر افغان چې څو ورځې وړاندې يې دويمه ښځه وکړه او دستمال يې ورته راوړ، په ١٩٨٧ کال کې په کابل کې زېږېدلى دى. هغه تر دې مخکې د اصغر سلامخېل او بيا د اصغر ستانکزي په نوم هم پېژندل کېده، چې بيا يې خپل نوم له اصغر ستانکزي څخه اصغر افغان ته بدل کړ.
اصغر افغان د مډل ارډر توپوهونکى دى، چې په ښي لاس توپوهنه کوي. نوموړى يو له هغه لوبډلمشرانو څخه دى، چې تر ډېر وخت پورې د ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوى دى، نوموړى چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام څخه مخکې له لوبډلمشرۍ ليرې شوى و، شاوخوا يو کال مخکې د دويم ځل لپاره د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.
اصغر افغان چې د افغانستان په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې (٢٠٠٩) کې و، تراوسه پورې په ملي لوبډله کې لوبېږي. هغه د افغانستان لپاره ٤ ټېسټ، ١١١ نړيوالې يو ورځنۍ او ٦٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.
په ټېسټ لوبو کې نوموړي د ٣٥.٥٧ په اوسط ٢٤٩ منډې کړې دي او ٣ پنځوسيزې يې هم وهلي دي. همدا راز په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې د ٢٤.٥٤ په اوسط ٢٣٥٦ منډې کړې دي، چې ١ سليزه او ١٢ پنځوسيزې يې وهلي دي.
په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې اصغر افغان د ٢١.١٥ په اوسط او ١٠٧.٥٨ په سټرايک رېټ سره ١٢٤٨ منډې ترلاسه کړې دي.
اصغر افغان چې له مخکې يوه مېرمن لري او ١ زوى او څلور لوڼې هم لري، په دې وروستيو کې يې دويمه ښځه هم وکړه، چې څو ورځې وړاندې يې ورته دسمال راوړ، خو د واده په اړه يې لا څه نه دي ويل شوي، چې دويم واده به کله کوي.