کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان په دريمه لوبه کې نيوزيلېنډ ته ماتې ورکړه
محمد رضوان

پاکستان په دريمه لوبه کې نيوزيلېنډ ته ماتې ورکړه

د پاکستان لپاره محمد رضوان ښه توپوهنه ترسره کړه، چې په دريمه شل اوريزه لوبه کې يې پاکستان ته بريا ورپه برخه کړه. لوبلړۍ نيوزيلېنډ وګټله.

د نيوزيلېنډ او پاکستان ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو دريمه يا وروستۍ لوبه ترسره شوه. د لوبې په پيل کې د پاکستان لوبډلمشر شاداب خان پچه وګټله او لومړى يې نيوزيلېنډ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

نيوزيلېنډ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې ډيون کانوى ٦٣، ټيم سيفرټ ٣٥، ګلين پيليپس ٣١ او مارټين ګوپټيل ١٩ منډې وکړې. همدا راز کين ويليمسن نن په ١ منډه وسوځېده.

د پاکستان له لوري فهيم اشرف ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز شاهين شاه اپريدي او حارث روف ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

شاداب خان او کين ويليمسن

د ١٧٤ منډو هدف د پاکستان لوبډلې په ١٩.٤ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٤ ويکټو په توپير يې په وروستۍ شل اوريزه لوبه کې بريا خپله کړه.

د پاکستان لپاره محمد رضوان ٨٩، محمد حفيظ ٤١ او افتخار احمد ١٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د نيوزيلېنډ له لوري ټيم ساوټي او سکاټ کګلين ٢-٢، کيلي جېميسون او جېمز نيشان ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد رضوان ترلاسه کړه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه ټيم سيفرټ ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې نيوزيلېنډ په ٢-١ سره بريا خپله کړه.

له دې وروسته به د پاکستان او نيوزيلېنډ ترمنځ د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ ترسره شي، چې لومړۍ لوبه به د دسمبر په ٢٦مه نېټه پيل شي.

دا هم ولولئ

د سریلانکا او ویسټ انډیز ترمنځ د ټیسټ لوبې څلورمه ورځ هم پای ته ورسېده

د سریلانکا او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو د دویمې لوبې څلورمه …