کورپاڼه / روغتيا / د نمونیا یا د سینه بغل نښې، نښانې او درملنه
سينه بغل

د نمونیا یا د سینه بغل نښې، نښانې او درملنه

نمونیا یا سینه بغل یوه داسې خطرناکه ناروغي ده، چې په سبب یې هر کال په زرګونه کسان له مړینې سره مخ کېږي. د سبق ویب سایټ د راپور له مخې ویل کېږي چې نمونیا یا سینه بغل مختلفې نښې، نښانې لري لکه د سینې درد، د ساه په اخیستلو کې ستونزه، سخت ټوخی، د ستوني درد، تبه، ډېره زیاته ستړیا او نور

د سینه بغل سببونه:

ویل کېږي چې نمونیا یا سینه بغل د ویروسونو یاهم د میکروبونو په سبب رامنځته کېږي، که څه هم دغه ناروغي لېږدېدونکې نه ده، چې د میکروبونو په وسیله نورو کسانو ته سرایت کولی شي. که چېرته نمونیا یا سینه بغل د کوم ویروس په پایله رامنځته شوي، نو بیا په میکروبونو بدلېدلی شي او خطرناک صورت خپلولی شي.

د خطر عوامل:

ویل کېږي چې د نمونیا یا سینه بغل مقابله یو روغ انسان لخوا په اسانې سره کېدلی شي، خو په ماشومانو او د ډېر عمر په کسانو کې دغه مقابله یو څه ستونزمنه وي، ځکه چې دفاعي سیستم یې یو څه کمزوری وي. دغه راز د سګریټ څکول هم د نمونیا یا د سینه بغل لامل کېدلی شي.

نښې، نښانې:

ویل کېږي چې د نمونیا یا د سینه بغل ناروغي په عموم کې له زکام او نزلې څخه پیلېږي، چې بیا ورو ورو سږي تر اغېز لاندې راولي. که چېرته د نمونیا یا د سینه بغل ناروغي د یو ویروس په سبب وي، چې په لومړنیو ورځو کې یې نښې د زکام په څېر وي، بیا ټوخی رامنځته کوي او ورو ورو د بلغمو د ډېرېدو لامل ګرځي او د ساه په اخیستلو کې ستونزه رامنځته کوي. خو هغه نمونیا یا سینه بغل چې د میکروب په رامنځته شوي، د بدن تودوخه ډېروي او د خولې کېدو لامل ګرځي، چې بیا د ساه په اخیستلو کې ستونزه رامنځته کوي.

درملنه:

لومړی ډاکتر د نمونیا یا د سینه بغل د درملنې لپاره د ایکسری د اخیستلو لارښوونه کوي، ترڅو د سږو په اړه سم معلومات لاسته راوړي. ویل کېږي که چېرته نمونیا یا سینه بغل د ویروس په سبب وي، نو ډاکتران هم ورته د ویروس د ضد درملو لارښوونه کوي.

د نمونیا یا د سینه بغل مخنیوی:

ددې لپاره چې د ذکر شوې ناروغۍ څخه وژغورلو باید واکسین وکړو، چې دغه طریقه یې ترټولو اغېزمنه تمامېږي. دغه راز ویل کېږي چې د سینه بغل ناروغي د فلو په سبب رامنځته کېږي، نو مخکې دمخه د فلو واکسین د یادې ناروغۍ لپاره ګټور تمامېږي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …