کورپاڼه / بېلا بېل / حريم شاه شېخ رشيد ته: ژر واده وکړه، ګني نورې ويډيوګانې به دې هم راشي
حريم شاه او شېخ رشيد

حريم شاه شېخ رشيد ته: ژر واده وکړه، ګني نورې ويډيوګانې به دې هم راشي

په پاکستان کې د ټک ټاک مشهورې ستورې حريم شاه د پاکستان د کورنيو چارو وزير ته ويلي دي، چې ژر واده وکړه، ګني نورې ويډيوګانې به دې هم راشي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد ځينې غېر اخلاقي عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي و. دا عکسونه چې په ټويټر کې له کوم اکاونټ څخه خپاره شوي و، د دغه اکاونټ چلوونکي ليکلي و، چې که شېخ رشيد سم نه شو، نو ژر به يې ويډيو هم خپره کړي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، حريم شاه په کراچۍ کې له خبريالانو سره په خبرو کې د شېخ رشيد د عکسونو په اړه وويل، چې دا د هر چا شخصي ستونزه ده، خو زه شېخ رشيد ته مشوره ورکوم، چې ژر دې واده وکړي، که نه وي نورې ويډيوګانې به يې هم راشي.

دا هم ولولئ: د پاکستان د کورنيو چارو وزير غېر اخلاقي عکسونه خپاره شوي

حريم شاه همدا راز د شېخ رشيد سره د واده کولو د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې شېخ رشيد خو زما د ورور په څېر دى، زه ورسره څنګه واده وکړم، بلکې هغه ته زه مشوره ورکوم چې ژر دې واده وکړي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې حريم شاه د خپل واده په اړه هم خبرې وکړې او وې ويل، چې تراوسه پورې يې داسې څوک نه دى پېدا کړى، چې هغه يې هيله منه ده.

د يادولو وړ ده چې حريم شاه په پاکستان کې د پاکستاني سياستوالو سره د ټک ټاک ويډيوګانو جوړولو وروسته ډېره مشهوره شوه. همدا راز شېخ رشيد چې تراوسه پورې يې واده نه دى کړى، تازه د کورنيو چارو وزير ټاکل شوى دى او له وزير ټاکل کېدو وروسته يې په ټولنيزو رسنيو کې غېر اخلاقي عکسونه خپاره شوي دي، خو شېخ رشيد تراوسه پورې په يادو عکسونو کوم غبرګون نه دى ښکاره کړى.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …