کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ له شاپور ځدراڼ سره عقديي چلند پيل کړى
شاپور ځدراڼ

کرکټ بورډ له شاپور ځدراڼ سره عقديي چلند پيل کړى

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې له چټک توپ اچونکي شاپور ځدراڼ سره عقديي چلند پيل کړى دى، چې نه يوازې د کلنى قرارداد يې ورسره لغوه کړى دى، بلکې د ٢٥ کسيز نوملړ کې يې هم ورته نوم نه دى شامل کړى.

دا هر څه وروسته له هغې وشو، چې شاپور ځدراڼ د ميليون جام ليګ په خپله مشرۍ د ترسره کولو هڅه وکړه او د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي يې مخه ونيوله.

د ځينو سرچينو په وېنا، کرکټ بورډ تازه د شاپور ځدراڼ سره کلنى قرارداد له وخت مخکې لغوه کړى دى او همدا راز د تېرو درې مياشتو پېسې يې هم نه دي ورکړي.

فرهان يوسفزى او شاپور ځدراڼ

دغه سرچينې وايي، چې په جلال اباد کې د ملي لوبغاړو تمريناتي کمپ پيلېږي، خو د شاپور ځدراڼ نوم پکې نه دى شامل. همدا راز د راتلونکي افغانستان غوره ليګ د ډرافټ څخه يې هم د شاپور ځدراڼ نوم ليرې کړى دى.

د يادولو وړ ده چې شاپور ځدراڼ غوښتل چې د ميليون جام ليګ په خوست ولايت کې په لويه کچه ترسره کړي، چې په دې لړ کې يې د موبي ګروپ سره د ليګ د خپرولو لپاره تړون هم کړى و.

شاپور ځدراڼ ويلي و، چې هغه سره د ميليون جام ليګ ټول قانوني اسناد شته او کرکټ بورډ څخه يې اجازه ترلاسه کړې ده، خو فرهان يوسفزي يې مخه ونيوله او وې ويل، چې دوى اجازه نه ده ترلاسه کړې.

د فرهان يوسفزي پر ضد لاريون

که څه هم د فرهان يوسفزي پر ضد په خوست، کابل، کونړ او ځينو نورو ولايتونو کې احتجاجونه هم وشو، خو ميليون جام ليګ ترسره نه شو.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانی کرکټر حسن علي وايي، مېرمن يې حامله ده او ژر به ۳ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حسن علي وايي چې مېرمن يې حامله …