د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي محمد حفيظ په روان ٢٠٢٠ کال کې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې تر ټولو زياتې منډې وکړې او د هند تر کى ايل راهول څخه مخکې شو.
محمد حفيظ د نيوزيلېنډ پر وړاندې په شل اوريزو لوبو کې د نورو لوبغاړو په پرتله ښه وځلېده، چې په دويمه لوبه کې يې ٩٩ ناسوځېدلې منډې وکړې او په دريمه لوبه کې يې ٤١ منډې ترلاسه کړې.
تر دې مخکې د هند کى ايل راهول په روان کال په شل اوريزو لوبو کې تر ټولو زياتې منډې کړې، چې اوس محمد حفيظ تر هغه مخکې شو.
محمد حفيظ په روان کال کې په ١٠ لوبو کې ٤١٥ منډې وکړې، چې ٨٣ يې اوسط او ١٥٢.٥٧ يې سټرايک رېټ دى. هغه په يوه لوبه کې ٩٩ ناسوځېدلې منډې هم کړې دي.
همدا راز د هند کى ايل راهول بيا دويم توپوهونکى دى چې په روان کال کې يې زياتې منډې ترلاسه کړې دي. هغه په ١١ لوبو کې ٤٠٤ منډې کړې دي.
د انګلستان ډيويډ ملن بيا په ١٠ لوبو کې ٣٩٧ منډې کړې دي او د نيوزيلېنډ ټيم سيفرټ په ١١ لوپو کې ٣٥٢ منډې ترلاسه کړې دي.
د قطر کامران خان په ٧ لوبو کې ٣٣٥، د انګلستان جوني بيريسټو په ١٢ لوبو کې ٣٢٩ او د هند ويراټ کوهلي په ١٠ لوبو کې ٢٩٥ منډې ترلاسه کړې دي.