کورپاڼه / خبرونه / د نڅا کلب کې هندى کرکټر سريش راينا او د ريتيک روشن پخوانۍ مېرمن سوزين خان پوليسو نيولي
سريش راينا او سوزين خان

د نڅا کلب کې هندى کرکټر سريش راينا او د ريتيک روشن پخوانۍ مېرمن سوزين خان پوليسو نيولي

په هند کې پوليسو د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى او د مشهور هندي هنرمند ريتيک روشن پخوانۍ مېرمن سوزين خان د نڅا په يو کلب کې د ٣٤ کسانو په ګډون نيولي دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د ممبۍ پوليسو د کورونا د احتياطي تدابيرو څخه په سرغړونه د شپې درې بجې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى او د ريتيک روشن پخوانۍ مېرمن نيولي دي.

مهيندرا سينګ دهوني او سرېش راينا

د نڅا دا کلب چې د شپې پرانيستى و، پوليسو پرې ٣ بجې چاپه وهلې وه، چې د سوزين خان او سريش راينا په ګډون يې ١٣ ښځې او د نڅا کلب ٧ کارمندان هم نيولي دي.

د ممبۍ پوليسو رسنيو ته ويلي دي، چې ښځو ته يې خبردارى ورکړ او هغوى يې خپلو کورونو ته رخصت کړې، خو نارينه يې حوزې ته بوتلل او له ضمانت وروسته به خوشې کېږي.

د يادولو وړ ده چې په هند کې د کورونا ويروس پېښې په چټکۍ سره ډېرېږي او د ډېرو خلکو په يو ځاى راغونډېدل بند دي.

سوزين خان د هندي فلمونو د مشهور هنرمند ريتيک روشن پخوانۍ مېرمن ده، چې په ٢٠١٤ کال کې د دواړو ترمنځ طلاق شوى و، همدا راز د هند کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکي سريش راينا بيا د روان کال د اګست په مياشت کې له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړې وه.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …