کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي فلمونو يوه بله هنرمنده هم په کورونا اخته شوه
راکول پريت سينګ

د هندي فلمونو يوه بله هنرمنده هم په کورونا اخته شوه

د کورونا څخه په درې زياتو اغېزمنو هېوادونو کې شامل د هند د يوې بلې هنرمندې راکول پريت سينګ د کورونا ويروس ټېسټ هم مثبت راغلى دى.

د هندوستان ټايمز د راپور په وېنا، راکول پريت سينګ په انسټاګرام او ټويټر کې پوسټونه کړي دي او د کورونا ويروس ټېسټ د مثبت راتلو په اړه يې معلومات خپاره کړي دي.

هغې ليکلي دي: ((زه تاسې ټولو ته خبر درکوم چې زما د کورونا ټېسټ مثبت راغلى دى او ما ځان کرنټين کړى دى.))


راکول پريت سينګ همدا راز دا هم ليکلي دي، چې زه ښه يم او ارام کوم، تر څو بېرته ژر د فلم ثبت ته راستنه شم.

نوموړې همدا راز له هغه خلکو څخه چې په دې نږدې ورځو کې يې له هغې سره ليدلي، هم غوښتنه کړې ده، چې ژر تر ژره دې د کورونا ويروس ټېسټونه وکړي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rakul Singh (@rakulpreet)


د يادولو وړ ده چې راکول پريت سينګ په دې وروستيو ورځو کې د (مى ډى) فلم لپاره ثبت پيل کړى و، چې ځينې عکسونه يې هم خپاره کړي و.

دا فلم چې لارښود يې مشهور هنرمند اجى دېوګن دى او په خپله پکې کردار هم ادا کوي، تر څنګ پکې اميتاب بچن هم کار کوي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rakul Singh (@rakulpreet)


د يادولو وړ ده چې د راکول پريت سينګ څخه شاوخوا يوه مياشت مخکې د هندي فلمونو دوه نور مشهور هنرمندان ورون دهون او نيتو کپور هم د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي و، هغوى د (جګ جګ جيو) فلم ثبت کاوه.

دا هم ولولئ

سیف علي خان: د جهانګیر له زېږون وروسته تیمور مسولیت منونکی شوی دی

د هندي سینما مشهور اداکار او د خانانو کورنۍ غړی سیف علي خان ویلي دي، …