کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټويټر د غږيزو ټويټونو ازمايښت پيل کړ
ټويټر

ټويټر د غږيزو ټويټونو ازمايښت پيل کړ

ټويټر د اډيو سپيس په څېر يو بيټا ورژن خپور کړى دى او ځينو کاروونکو ته يې د دې د کارولو لارښوونه کړې ده، د دې په مرسته به خلک غږيز ټويټونه وکولاى شي.

د راپورونو په وېنا، د دې نوې زياتونې په مرسته به کاروونکي وکولاى شي چې غږيز ټويټونه وکړي او واوري.

د دې مياشتې په پيل کې ټويټر اعلان کړى و، چې د غږيزو ټويټونو د ازمايښت لپاره يې خلک غوره کړي دي. د ټويټر مسوولين وايي، چې په ټويټونو کې د انساني غږونو زياتولو هدف يې دا دى، چې د خلکو جذبات، احساسات او همدردي ښکاره شي، ځکه ډېر څه داسې دي، چې په ليکلې بڼه په سمه توګه نه څرګندېږي، نو کله نا کله د غږ اړتيا پېښېږي او په دې برخه کې يو نوى قدم دى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د ټويټر په فيډ کې به معلومېږي، چې چا غږيز ټويټ کړى دى او همدا راز نه يوازې دا چې تعقيبوونکي به دا غږونه واوري، بلکې په دې کې به برخه هم واخيستلى شي.

ټويټر غږيز ټويټونه

د ټېکنالوژۍ پوهان وايي، چې هغه مشهور شخصيتونه چې خلک يې په ټويټر کې تعقيبوي، له دې وروسته به د هغوى غږيز ټويټونه هم واوري. دوى دا هم وايي، چې د کورونا له امله د زوم او غږيز اپليکېشنونو د پرمختګ وروسته ټويټر دا ګام پورته کړ.

د ټويټر مسوولين وايي، چې که چېرته تاسې په يوه غونډه يا يو پروګرام کې د نورو خلکو سره په ګډ مېز ناست يئ، نو لازمي نه ده چې تاسې دې ټول وپېژنئ، خو تاسې د هغوى خبرې بيا هم اورئ، همداسې په ټويټر کې هم د غږيزو ګروپونو او ځايونو جوړولو په اړه کار کوو.

که څه هم د ټېکنالوژۍ ځينو پوهانو د ټويټر په غږيزو ټويټونو نيوکې هم کړې دي، خو ټويټر په دې اړه په خپل دليل کې ويلي دي، چې اوس دوى په ازمايښتي مرحله کې دي او د هر څه په اړه يې څېړنه روانه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

موبايل

ګوګل د انډرويډ کاروونکو ستر ارمان پوره کړ

ګوګل د انډرويډ کاروونکو لپاره يوه نوې اسانتيا رامنځته کړې ده، چې له دې وروسته …