کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / آیا فضایي مخلوق یو ځل بیا راډیويي سګنلونه رالېږلي دي؟
فضايي مخلوق

آیا فضایي مخلوق یو ځل بیا راډیويي سګنلونه رالېږلي دي؟

د ستورپوهنې یوې نړیوالې ډلې ځینې داسې راډیوي سګنلونه موندلي دي، چې زموږ د لمریز نظام څخه تقریباً یو پنځوس نوري کاله لېرې له یوې سیارې څخه راغلي دي. که څه هم ساینسپوهانو ددې سګنلونو په اړه داسې دعوه نه ده کړې، چې دغه سګنلونه دې د فضایي مخلوق وي. خو ځینې ډلې یې د فضایي مخلوق پیغام ګڼي.

ویل کېږي چې د ټاو بووتیس (Tau Bootes) په نوم له ستوري څخه دغه تاوېدونکې سیاره ټاو بووتیس بي (Tau Bootes b) په نوم سره یادېږي، چې په ۱۹۹۶ کال کې موندل شوې ده او زموږ د لمریز نظام له ټولو څخه د لویې سیارې مشتري څخه شپږ برابره غټه ده. دغه راز د تودوخې درجه یې تقریباً ۱۴۳۰ سانتي ګریډیټو پورې رسېږي.

د هالینډ په هېواد کې د راډیوي دروربینونو یو لوی سیستم (LOFAR) د ذکر شوې سیارې او د نږدو سیمو یوه راډیوي سروې ترسره کړې ده. ویل کېږي چې تېر کال (۲۰۱۹) د هالینډ، انګلیستان، فرانسې، امریکا او د جنوبي افریقا د ساینسپوهانو یوې نړېوالې ډلې، د یوې سروې له مخې یو ځل بیا د ټاو بووتیس بي لخوا راډیوي سګنلونه موندلي دي. که څه هم دغه سګنلونه په لومړیو کې تېروتنه وبلل شوه، خو کله یې چې د دویم ځل لپاره تجزیه کړل، نتیجه یې مثبته وه.

بله خوا د ټاو بووتیس بي پراخوالي ته په کتو دغه خبره د منلو وړ نه ګڼل کېږي، چې دا سګنلونه دې کوم فضایي مخلوق رالېږلي، خو موږ دومره ضرر پوهېږو که چېرته کوم سیاره زموږ د لمریز نظام د مشتري هومره یاهم له دې څخه لویه وي، نو په طبیعي ډول ترې راډیوي څپې خارجېدلی شي. ساینسپوهان وایي چې شاید په ټاو بووتیس سیارې هم ورته نظر تطبیق شي یاهم امکان دې ولري دغه سګنلونه دې کومې مرکزي سیارې واوسي.

پورتنۍ څېړنه د انلاین څېړنیز ژورنال Astronomy and Astrophysics لخوا په تازه ګڼه کې د خپرېدو لپاره منل شوې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

سامسنګ موبايل

سامسنګ غواړي چې نور له موبايلونو سره چارجر او ګوشکۍ ور نه کړي

د سامسنګ ګليکسي ايس ٢١ لړۍ موبايلونه د دې شرکت لومړني موبايلونه دي چې ګوشکۍ …