کورپاڼه / خبرونه / شاپور ځدراڼ: قرارداد يې رانه واخيست، ويل يې ميليون ليګ دې ولې غوښته
شاپور ځدراڼ او ميليون جام ليګ

شاپور ځدراڼ: قرارداد يې رانه واخيست، ويل يې ميليون ليګ دې ولې غوښته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى شاپور ځدراڼ وايي، چې د ميليون جام ليګ په مسئله کې کرکټ بورډ ورسره قرارداد ختم کړ او د ٢٥ کسيز سکواډ نه يې هم د هغه نوم ليرې کړ.

شاپور ځدراڼ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې يو پوسټ کړى دى او ليکلي يې دي: ((ميليون ليګ په تړاو اړين وضاحت.))

هغه ليکي: درنو هېوادوالو تقريباً دوو مياشتو راهيسې مې مکرر ملاقاتونه د کرکټ بورډ چيرمېن او د کرکټ بورډ نورو لوړ رتبه مامورينو سره درلودل، تر څو ميليون ليګ ترسره شي، اما متاسفانه د بورډ له خوا رنګا رنګ بهانې راته وشوې، حال دا چې ټول قانوني موارد مې پوره کړي و او د ليګ اجازه يې رانکړه.))

شاپور ځدراڼ مخکې ليکي: ((په همدې تړاو مې د بورډ نورو ممبرانو ته ميسجونه وکړل، تراوسه يې ځواب رانکړ، ځکه دلته هر څه په شخصي ګټه څرخي.))

نوموړى همدا راز په خپل پوسټ کې مخکې ليکي: ((پرون يې رانه د کرکټ قرارداد واخيست او ٢٥ سکواډ نه يې هم واچولم، چې ولې دې ميليون ليګ غوښته او زموږ د ميل خلاف ولاړې.))

شاپور ځدراڼ پوسټ

د يادولو وړ ده چې سږکال شاپور ځدراڼ غوښتل چې په لويه کچه د ميليون ليګ جام په خوست ولايت کې ترسره کړي او په ښه بڼه په ټلويزيون هم خپور شي.

په دې تړاو شاپور ځدراڼ د موبي ګروپ سره تړون هم کړى و. شاپور ځدراڼ له يو خبريال سره په خبرو کې دا هم ويلي و، چې کرکټ بورډ يې دې ته مجبوروي، چې له موبي ګروپ سره خپل تړون ختم او ملي ټلويزيون سره تړون وکړي.

د يادولو وړ ده چې د ميليون ليګ جام د ترسره کېدو او د کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي د ليرې کېدو په تړاو په ځينو ولايتونو کې احتجاجونه هم شوي و.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …