کورپاڼه / روغتيا / بادام، ادرک او کېنو د ناروغیو مخنیوی کوي او دفاعي سیسټم ځواکمنوي

بادام، ادرک او کېنو د ناروغیو مخنیوی کوي او دفاعي سیسټم ځواکمنوي

روغتیایي کارپوهان وایي، چې درې ډوله داسې توکي په خپلو خوړو کې شامل کړئ، چې د ژمي په موسم کې مو له زیانمنو میکروبونو وساتي او دفاعي سیستم مو ځواکمن کړي. دغه درې توکي د بادامو، ادرکو او له لېمو یا کېنو څخه عبارت دي.

ویل کېږي چې د اوړي د موسم له سختې ګرمۍ او خولې څخه وروسته ځینې خلک دې ته خوشحالېږي، چې نور له ګرمۍ څخه خلاص شول، خو د ژمي په رارسېدلو سره د انسان دفاعي سیستم له کمزورۍ سره مخ کېږي.

بادام، ادرک او کېنو له هغه توکو څخه شمېرل کېږي، چې له ناروغیو څخه مخنیوی کوي او د دفاعي سیستم په ځواکمنولو کې مرستندویه تمامېږي. روغتیایي کارپوهان وایي، چې د ژمي په موسم کې زموږ بدن ښه او مناسبو خوړو ته اړتیا لري، چې ذکر شوي توکي یې ډېر ګټور وي.

یاده دې وي چې په بادامو کې پنځلس ډوله غذایې توکي شتون لري، چې له میګنیزیم، پروټین، ریبو فلاوین، زنک او نور څخه عبارت دي.

سربېره پردې د بادامو په جوړښت کې ویټامین ای هم شتون لري، چې یو ډول انټي اکساید ګڼل کېږي، چې د پلمونري امیون فعالیتونه ډېروي او د ویروسونو او میکروبونو مخنیوی کوي.

دغه راز ویل کېږي په ادرکو کې داسې مواد هم شتون لري، چې دفاعي سیستم ځواکمنوي او د میکروبونو په ختمولو کې بنسټیز رول لوبوي. که چېرته له ادرکو څخه تیار شوی چای سهار په نهاره وڅښل شي، نو د ناروغیو په مخنیوي او د دفاعي سیستم په ځواکمنولو کې ګټور تمامېږي.

بله خوا موږ له ډېرې مودې څخه دا خبره اورو چې ویټامین سي د دفاعي سیستم په ځواکمنولو کې ګټور ګڼل کېږي، چې د نزلې، زکام، تبې او د ستوني له درد څخه مو ژغوري. ویل کېږي چې کېنو یا د سټرس کورنۍ ټوله د ویټامین سي سرچینه ده.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …